ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مودي: هند به د افغانستان تر څنګ وي

مودي: هند به د افغانستان تر څنګ وي

author avatar
14 Jun 2019 - 11:27
مودي: هند به د افغانستان تر څنګ وي
author avatar
14 Jun 2019 - 11:27

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٨): د هند لومړى وزير د دې ترڅنګ چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت يې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ، وايي چې هېواد به يې د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر شوي ماسخوتن د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په پلازمېنه بېشکیک کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه او ويې ویل، باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.

د هند لومړي وزیر له  افغانستان سره په بېلابېلو  برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او ويې ویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.

نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

له بلې خوا جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ناستې په څنډه کې نن سهار د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان سره کتلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، دواړو مشرانو د افغانستان او تاجکستان تر منځ د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا، افغان سولې، کاسا زر پروژې، د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد او د اورګاډي پټلۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

غني د برېښنا او انرژۍ د لېږد په برخه کې د افغانستان ظرفیت ته په اشارې وویل، افغانستان جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد اسانه مسیر او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د تاجکستان جمهور رئیس وویل، د دوستانه مناسباتو او اوږد سرحد لرلو له امله د افغانستان امنیت او ثبات زموږ لپاره مهم دی.

هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې صمیمانه همکاریو ته چمتو دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.