کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٨): د هند لومړى وزير د دې ترڅنګ چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت يې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ، وايي چې هېواد به يې د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر شوي ماسخوتن د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په پلازمېنه بېشکیک کې وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.
اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه او ويې ویل، باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.
د هند لومړي وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او ويې ویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.
نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
له بلې خوا جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ناستې په څنډه کې نن سهار د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان سره کتلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، دواړو مشرانو د افغانستان او تاجکستان تر منځ د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا، افغان سولې، کاسا زر پروژې، د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد او د اورګاډي پټلۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
غني د برېښنا او انرژۍ د لېږد په برخه کې د افغانستان ظرفیت ته په اشارې وویل، افغانستان جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد اسانه مسیر او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د تاجکستان جمهور رئیس وویل، د دوستانه مناسباتو او اوږد سرحد لرلو له امله د افغانستان امنیت او ثبات زموږ لپاره مهم دی.
هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې صمیمانه همکاریو ته چمتو دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن