د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په فراه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول"

"په فراه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول"

Jun 14, 2019 - 10:58

فراه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٨): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې شپږ ملکي وګړل ووژل شول.

د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان کلي دوو اوسېدونکو حاجي ضياءالدين او حاجي احسام الدين، پژواک خبري اژانس ته د ياد خبر د تاييدولو ترڅنګ وويل، نن سهار د دوى د کلي اتو تنو اوسېدونکو غوښتل خپل دوه ناروغان هرات ولايت ته انتقال کړي، خو نن سهار کابو څلور بجې چې د فراه- هرات لويې لارې ترڅنګ مسافروړونکي موټر ته په انتظار کې وو، د ملي اردو د قرارګاه په دوسوه متري واټن کې پرې هوايي بريد شوى دى.

د دوى په خبره، په دې بريد کې د يوه اويا کلن سړي او دوو لس کلونو ماشومانو په ګډون، ٦ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي چې د ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او د هرات ولايت ته لېږدول شوي دي.

د سيمې دغه اوسېدونکي دغه راز ادعا کوي چې په دې بريد کې دوه هټۍ هم بشپړې سوځېدلي او له منځه تللې دي.

خو د فراه امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب د ملکي وګړو زيانمنېدل رد کړل او پژواک ته يې وويل چې په شيوان کلي کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو بيا د خپلو کسانو وژل رد کړي او ويلي چې ټول وژل شوي او ټپيان ملکيان دي چې هرات ته د سفر لپاره مسافروړونکي موټر ته په تمه ولاړ وو.

په دې وروستيو کې په فراه کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه هوايي بريدونو زيات شوي، خو ترڅنګ يې کله کله ملکي وګړي هم هدف ګرځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement