هرات (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د هرات د ولایتي شورا یو غړی وايي چې د کامران علي زايي ساتونکو ددې شورا درې غړي له لفظي شخړې وروسته وهلي ټکولي دي.
د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي پژواک ته وویل، دغه پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کامران علي زايي ساتونکو د ولایتي شورا ودانۍ ته تر داخلېدو وروسته ددې شورا له درېیو ساتونکو سره لفظي شخړه کړې او دوی یې وهلي ټکولي دي.
هاشمي د هرات د ولایتي شورا د هغو درېیو غړو نومونه چې په دې پېښه کې له خپلو پنځو ساتونکو سره ټپیان شوي وکیل احمد کرخی، عبدالرحمن مرادي او محمد سردار بهادري ښودلي دي.
دده په خبره، د کامران علي زايي ساتونکو له لفظي شخړې وروسته هوايي ډزې هم کړې دي.
هغه روښانه کړه چې دغو ساتونکو له هوايي ډزو سره یو ځای د هرات د ولایتي شورا یاد درې غړي د ټوپک په کنداغ پر وهلو ټکولو ټپیان کړي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.
پژواک خبري اژانس له پرله پسې هڅو وروسته ددې موضوع په اړه د هرات د ولایتي شورا د رییس د نظر په اخیستو بریالی نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن