ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار ګل پلورنکي د خرڅلاو د دایمي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي

د کابل ښار ګل پلورنکي د خرڅلاو د دایمي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي

author avatar
15 Jun 2019 - 20:40
د کابل ښار ګل پلورنکي د خرڅلاو د دایمي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي
author avatar
15 Jun 2019 - 20:40

کابل (پژواک، ۲۵ غبرکولی۹۸): د کابل ښار یو شمېر ګل پلورونکي په کابل ښار کې د ګل خرڅولو بازار ګرم بولي؛ خو وايي چې د دوى لپاره د یوې ځانګړې پتې نه شتون، د دې لامل شوی چې ګل پلورونکي د خرڅلاو لپاره مناسب او دایمي ځای ونه لري.

نن (د جون ۱۵ نېټه مه) چې د (ګل او ګیاه) له نړیوالې ورځې سره برابرېږي، پژواک خبري اژانس وغوښتل چې د ګل پلورونکو د کاروبار معلومات د یو شمېر ګل پلورونکو او پېروونکو په ژبه له ځانه سره ولري.

د کابل ښار د ګل پلورونکو وکیل فریدون فروتن د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په مرکه کې وویل چې همدا اوس هم سلګونه تنه د کابل ښار په لسو ځایو کې په ۲۲۰ موقتي دوکانونو کې د زینتي او کورنیو ګلانو په روزنه او پالنه بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد ګل پلورونځي د سیلو، پل سوخته، چهلستون، سرکوتل، پنجصد فامیلی، بادام باغ، جوى شیر په سیمو او د میربچه کوټ او پغمان په ولسوالیو کې موقعیت لري.

 فروتن وویل: «د ګل پلورونکو لپاره معیاري او دایمی مارکېټ نشته، همدا لامل دی چې د ګلانو په نندارتون کې چې هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې جوړیږي، ګډون نه شي کولای.»

ده، د ګلانو په صادرولو کې د ګمرکونو لوړې ماليې د ګل پلورونکو یوه بله ستونزه وبلله او زیاته يې کړه، که د کرنې وزارت په دې برخه کې له ګل پلورونکو سره مرسته ونه کړي، د ګلانو صادرات به ټکني شي.

هغه زیاته کړه، په څو نندارتونونو کې يې چې په سیمه ییز ډول ګډون کړی، خورا ښکلي ګلان يې له ځانه سره وړي وو او ويې مونده چې د افغانستان ګلان هم د هغو هېوادونو له اقلیم سره نږدې توافق لري.

فروتن زیاته کړه: "څه موده مخکې یو شمېر ګل پلورونکي د مرسل ګلانو نندارتون لپاره د تاجیکستان هېواد ته وغوښتل شول، ګلان مو له ځانه سره يوړل، په دې نندارتون کې ولیدل شول چې د نورو هېوادونو ګلان ژر مړاوې او پاڼې پاڼې شول؛ خو د افغانستان مرسل ګلان تر ۱۲ ورځو مړاوې نه شول او د سیمې په کچه يې د تر ټولو ښکلو ګلانو مقام وګاټه."

د ګل پلورونکو وکیل وويل، هر کله چې حکومت او د کرنې وزارت د مارکېټ د جوړولو، کرنې، روزنې او صادراتو په برخو کې همکاري وکړي، دا صنعت به له دې زیاته وده وکړي.   

د کابل ښار د پروان دوم سیمې په بهار ګل پلورنځي کې یوه ګل پلورونکي شکرالله وویل چې له ۲۶۵ ډوله زیات ګلان د ګلانو په پلورنځیو کې شته چې دی يې د سلو ډولونو کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ګلانو مینه وال د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي، کابل ښاریان له لیدو وروسته د خپلې خوښې ګلان پېري.

هغه وویل، د افغانستان خلک له هر بل صنعت څخه د ګل صنعت ته زیاته اړتیا لري؛ ځکه چې د جنګ کلونو د هغوى روح او روان ستړی کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.