ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پلخمري کې لسګونو محصلینو پوهنتون ته د تلو لپاره د ملي بسونو غوښتنه وکړه

په پلخمري کې لسګونو محصلینو پوهنتون ته د تلو لپاره د ملي بسونو غوښتنه وکړه

author avatar
15 Jun 2019 - 20:57
په پلخمري کې لسګونو محصلینو پوهنتون ته د تلو لپاره د ملي بسونو غوښتنه وکړه
author avatar
15 Jun 2019 - 20:57

پلخمري (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٨): د بغلان پوهنتون لسګونو محصلینو په یوه اعتراضیه غونډه کې پوهنتون ته د تګ راتګ ستونزې د هواري لپاره له اړوندو ادارو د ملي بسونو غوښتنه وکړه.

د بغلان پوهنتون د انجنيري پوهنځي محصل ذوالفقار په دغه اړه جوړه شوې غونډې ته وینا کې وویل، سږ یې څلورم کال دی چې د ټرانسپورټ د نشتوالي له امله پر وخت ټولګي ته نه دی رسېدلی، خو ښوونکي چې له یادې ستونزې خبر هم دي، غیرحاضر کړى یې دى.

ده زياته کړه، اړونده اداره مکلفه ده چې له محصلینو سره  کړې ژمنې چې پوهنتون ته د تګ راتګ  په برخه کې یې کړي، پوره کړي، که دا کار ونه شي، مجبور دي چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره مدني حرکتونه وکړي.

مختار میرزايي هم ورته شکایت وکړ او ويې ویل، له دوه کالو راهیسې د ټرانسپورټ ستونزې د حل غوښتنې کوي، وزارت ورسره د څلورو ملي بسونو ژمنه کړې، خو تراوسه نه ده پوره شوې، که په نږدې راتلونکي کې يې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي، پر مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د بغلان پوهنتون د محصلینو چارو مسوول غلام رضا صفدري د معترضو محصلینو له خوا شوي شکایت په ځواب کې غونډې ته وینا کې وویل، د بغلان پوهنتون له ۵ زره محصلینو درې زره یې له پلخمري ښار یو څه لرې واټن حسین خېلو او پوزه ایشان سیمو ته پوهنځيو ته ځي چې رښتیا هم دغو سیمو ته پر وخت رسېدلو ستونزه شته، خو د هواري لپاره یې دمګړۍ په واک کې څه نشته.

ده وویل، نړیوال بانک  تېر کال بغلان پوهنتون سره یو ملي بس مرسته وکړه چې د ښځینه محصلینو په لېږد رالېږد کې ترې ګټه اخیستل کېږيو که کومه بله اداره په دې اړه مرسته وکړي، د محصلینو ستونزې به حل شي.

د بغلان د ترانسپورت ريیس نعمان پیمان وايي، په دغه ولایت کې د ملي بس اداره غیر فعاله ده او اوس مهال دغه اداره دوه ملي بسونه لري چې ډېر زاړه دي او نه شي کولای چې دغه ستونزه حل کړي.

دی زیاتوي، له زړو ملي بسونو پرته بل ترانسپورتي سیستم بغلان کې نشته چې د محصلینو یاده ستونزه دې پرې هواره شي.

بغلان پوهنتون په ۷ پوهنځیو کې شاوخوا ۵ زره محصلین لري چې درې زره یې  د ولایت مرکز پلخمري څخه  لس کیلو مټره لرې واټن حسین خیلو او پوزه ایشان سیمو کې پر زده کړو بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.