ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د پټرولو بیه دوه سلنه کمه خو د اوړو بیه درې سلنه زیاته شوې

په کابل کې د پټرولو بیه دوه سلنه کمه خو د اوړو بیه درې سلنه زیاته شوې

author avatar
15 Jun 2019 - 16:34
په کابل کې د پټرولو بیه دوه سلنه کمه خو د اوړو بیه درې سلنه زیاته شوې
author avatar
15 Jun 2019 - 16:34

 کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولی ٩٨): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړې شوې خو د پټرولو بیه بیا ټيټې شوې ده.

 د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۳ افغانۍ څخه ۵۲ افغانیو ته راټيته شوې ده.

 خو نوموړي وویل، د یوه لېتر ډيزلو بیه بیا د تېرو ورځو په څېر ۴۹ افغانۍ ده.

 دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ١٤٤٠ څخه ١٤٨٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

 خو د نوموړي په خبره، نن لکه د تېرو ورځو په څېر د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۲۰۴۰ افغانۍ، ۲۴لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او د یو کیلو ګرام تور افریقايي چای بیه ۳۲۰ افغانۍ ده.

 د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.

 د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٢٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢١٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاي بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

 د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یو زرګر وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه  له ٢٦٥٠ افغانۍ څخه ۲۷۰۰ او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ٢١٧٠  افغانۍ څخه ٢٢٥٠  افغانیو ته لوړه شوې ده.

 نوموړي زیاته کړه، د سرو زرو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر زیاتېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

 د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٢٠ افغانۍ بدلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.