کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي په کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پولیسو سره په نښتې کې ووژل شو.
له ياد شوي وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو و چې د کابل ښار د نهمې حوزې په يوې سيمې کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول.
سرچینه زیاتوي، نوموړى نن له غرمې وروسته د کابل ښار د يادې شوې حوزې په مربوطاتو کې له ملي پولیسو سره په مخامخ نښته کې ووژل شو.
سرچينه کاږي، کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په مربوطاتو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې ډېر رول درلود.
د کورنيو چارو وزارت پوليسو په دې وروستيو کې د هغو کسانو او ډلو پر ضد مبارزه پيل کړې چې په غلاوو، باج اخيستنې او نور ډول ډول جنايتونو کې لاس لري او څو تنه دغه ډول کسان يې د عملياتو پرمهال پر ډزو سره وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن