ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځینې له بهر څخه د ولسي جرګې غړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي”

“ځینې له بهر څخه د ولسي جرګې غړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي”

author avatar
15 Jun 2019 - 18:48
“ځینې له بهر څخه د ولسي جرګې غړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي”
author avatar
15 Jun 2019 - 18:48

 کابل (پژواک، ۲۵غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې ځینې غړي په جرګه کې د ناندریو له دوام څخه د اندېښنې ترڅنګ ادعا کوي چې ځینې وکیلان له جرګې څخه بهرد یو شمېرکسانو په اشاره، اختلافاتو ته لمن وهي.

د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته، د غويي په ۲۸مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د کمال ناصراصولي او میررحمان رحماني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې؛ خو د پایلو له اعلان وروسته د جرګې غړو ترمنځ اختلاف را ولاړ شو، د حل لپاره یې د جرګې له غړو جوړ درې پلاوي وټاکل شول خو اختلاف تر اوسه هم پرخپل ځای دی.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه هم د جرګې ریاست پر څوکۍ د را پورته شوي اختلاف له امله بې پایلې وه.

که څه هم د جرګې ځینې غړي تالار ته راغلي وو؛ خو رسنیو ته یې د پوښښ اجازه ورنه کړه.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان د ولسي جرګې په انګړکې له رسنیو سره په مرکه کې له خلکو څخه د بښنې غوښتنې ترڅنګ وویل: ((له بده مرغه چې نن هم و نه توانېدو دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړو، په جرګه کې له ناندریو سربېره څه باندې سل تقنیني اسناد د برخلیک ټاکلولپاره جرګې ته رسېدلي، امنیتي وضعیت خراب دی، ډېری وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او په خپلو اختلافاتو کې اخته یوو.))

نوموړي د چا نوم له اخیستو پرته ادعا وکړه چې د دې جرګې ځینې غړي له تالارڅخه بهر توظیف شوي څو اختلافاتو ته لمن ووهي او جرګه همداسې په بې برخلیک حالت کې پاتې شي.

په یاده جرګې کې د سمنګان د خلکو استازي ابدال الله محمدي هم د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې له بهرڅخه د جرګې په داخلي چارو کې لاسوهنه د اختلافاتو دوام لامل شوې ده.

 په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازى عبدالظاهرسالنګي هم ورته نظرلري  او وايي : ((که تر دوه ورځو ستونزه هواره نه شوه، د دې جرګې ځینې غړي به د هغو کسانو نومونه چې له بهرڅخه اجنډا اخلي او په جرګې کې د ننه یې عملي کوي له اسنادو سره له رسنیو سره شریک کړي.))

د میدان وردګو د خلکو استازي عبدالرحمن وردګ وویل چې د حکومت او نورو لاسوهنه، زورواکي او د پیسو کارول دا ستونزه نه شي حل کولی.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه (له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه) د جرګې کابو ۹۰غړو د دې جرګې د ریاست د دویم دورټاکنو انځوریز ارشیف ارزونې او دغه راز د موقت ریییس ټاکنې لپاره، یو کاغذ لاسلیک کړاوهڅې روانې دي چې د جرګې دغړو شمېر۱۲۵کسانو ته لوړشي څود پنځوس جمع یو اصل له مخې په دې تړاو پرېکړه وشي.

هغه وویل چې یوازینۍ حل لار، قانون او اصولو ته غاړه ايښودل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.