د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د فصلي مېوو دوه ورځنی نندارتون پيل شو

بلخ کې د فصلي مېوو دوه ورځنی نندارتون پيل شو

Jun 15, 2019 - 21:00

مزارشريف ( پژواک، ۲۵غبرګولی، ۹۸) په  بلخ ولايت کې د فصلي موو دوه ورځنى نندارتون پيل شو، چې پکې بېلا بېلې ميوې نندارې ته اېښودل شوي دي.

 ياد نندارتون چې د غبرګولي په ۲۵مه، د بلخ کرنې رياست په انګړې کې جوړ شوی وو، پکې د سيمه ييزو چارواکو، سوداګرو، بزګرانو تر څنګ د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير هم ګډون کړی وو.

د کرنې وزير نصير احمد دراني پژواک ته وويل، چې بلخ ته يې د ځينو عمده کارونو د ترسره کولو په موخه سفر کړی دی.

هغه زياتوي، چې د دغه سفر په په اوږدو کې به د ۸۰۰ مليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپاري او همدا راز به د ځينو بنسټيزو پروژو چارې هم پيل شي.

نوموړی وايي، چې د سفر بله موخه يې په مزار کې د فصلي مېوو په نندارتون کې ګډون کول دي، چې وويني، د بلخ کرنې رياست د زراعتي اقلامو د اصلاح برخه کې څومره کار کړی دی.

دراني زياته کړه، چې وروستيو کلونو کې د افغانستان کرنيزه برخه ډېره ښه شوې او سره له دې، چې د اقليم تغير يو لړ زيانونه هم اړولي؛ خو په خبره يې چې په ټوله کې د هيواد کرنيزې برخې پرمختګ کړی دی.

هغه وايي، چې سږ کال به د زياتو ورښتونو له امله د ټول هيواد په کچه د زراعتي توليداتو کچه ډېره لوړه شي.

د کرنې وزير وويل، چې افغانستان کې د بزګرانو د مالي سرچينو کمښت او همدا راز روانو نا امنيو د چټک زراعتي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د هغه په وينا، څومره چې نا امني زياتېږي، ورسره جوخت د کرنې کچه کمېږي او بزګران له خدماتو محرومېږي.

نوموړي د زراعتي توليداتو د بازار موندې برخه کې شته ستونزې تاييدوي او زياتوي، چې حکومت يې د حل کولو لپاره هڅې کوي.

د کرنې وزير زياتوي، چې د زراعتي توليداتو ته د بازار موندل يواځې د حکومت کار نه دی بلکې په خبره يې چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ او پانګونې ته هم ډېره اړتيا ده.

د هغه په وينا خصوصي سکتور بايد د افغانستان په زراعتي برخه کې خپله پانګونه زياته کړي.

نوموړی زياتوي، چې ټوله نړۍ کې د زراعتی اقلامو د ساتنې لپاره سړې خونې د خصوصي سکتور لخوا جوړېږي؛ خو په خبره يې چې په افغانستان دغه ټولې چارې حکومت ته ور پرېښودل شوي دي.

نوموړي وويل، چې دوی چمتو دي؛ څو د کرنې برخه کې له خصوصي سکتور سره د اسانتياوو په رامنځته کولو کې بشپړه همکاري وکړي.

د هغه په خبره کرنې وزارت په پلان کې لري، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټول هيواد په کچه ۸۰ دانې سړې خونې جوړې کړي.

دراني وويل، چې د ټولو ولايتونو کروندګرو ته يې خبر ورکړی؛ څو خپلو ولايتونو کې د کروندګرو اتحاديې جوړي کړي. هغه زياتوي، چې کله په ولايتونو کې د زراعتي اقلامو د موندلو لپاره واحد ادرسونه پيدا شي؛ نو حکومت حاضر دی، چې خپل توليد شوي زراعتي توکي د امنيتي ارګانونو لپاره وپېري.

د کرنې وزير وايي،  حکومت کار کوي څو د افغانستان زراعتي محصولات په نړيوالو مارکېټونو کې خلکو ته معرفي کړي؛ خو په خبره يې چې د دغې چارې دوام بيا د خصوصي سکتور پر غاړه دی.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ يو تن کروندګر سيد ناصر په ياد نندارتون کې يې د خپل باغ مېوه نندارې ته ايښي ده.

هغه پژواک ته وويل، باغ کې يې بېلابېلې مېوې؛ لکه زردالو، الوبالو او شفتالو پاخه شوي؛ خو هېڅ بازار نلري.

نوموړی زياتوي، چې خپل ټول کال د يادو زراعتي توليداتو پر روزلو تېروي او کله چې حاصل ترې واخلي بيا بازار نلري.

ياد ګروندګر له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د بزګرانو د زراعتی توليداتو د ساتلو لپاره دې سړې خونې جوړي کړی او همدا راز دې بهرنيو مارکيټونو ته د دغو محصولاتو د لېږد برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د چمتال ولسوالۍ د ترويج مسوول عبدالغفار پژواک ته وويل، چې دغه ډول نندارتونونه د زراعتي توليداتو د معرفي کېدو برخه کې مرسته کوي.

هغه زياتوي، چې دغه نندارتون ته بېلابېل سوداګر راغلي او ډېر امکان شته، چې له کروندګرو سره يې اړيکې پيدا شي او په دې ډول د کروندګرو محصولاتو ته بازار پيدا شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement