ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د فصلي مېوو دوه ورځنی نندارتون پيل شو

بلخ کې د فصلي مېوو دوه ورځنی نندارتون پيل شو

author avatar
15 Jun 2019 - 21:00
بلخ کې د فصلي مېوو دوه ورځنی نندارتون پيل شو
author avatar
15 Jun 2019 - 21:00

مزارشريف ( پژواک، ۲۵غبرګولی، ۹۸) په  بلخ ولايت کې د فصلي موو دوه ورځنى نندارتون پيل شو، چې پکې بېلا بېلې ميوې نندارې ته اېښودل شوي دي.

 ياد نندارتون چې د غبرګولي په ۲۵مه، د بلخ کرنې رياست په انګړې کې جوړ شوی وو، پکې د سيمه ييزو چارواکو، سوداګرو، بزګرانو تر څنګ د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير هم ګډون کړی وو.

د کرنې وزير نصير احمد دراني پژواک ته وويل، چې بلخ ته يې د ځينو عمده کارونو د ترسره کولو په موخه سفر کړی دی.

هغه زياتوي، چې د دغه سفر په په اوږدو کې به د ۸۰۰ مليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپاري او همدا راز به د ځينو بنسټيزو پروژو چارې هم پيل شي.

نوموړی وايي، چې د سفر بله موخه يې په مزار کې د فصلي مېوو په نندارتون کې ګډون کول دي، چې وويني، د بلخ کرنې رياست د زراعتي اقلامو د اصلاح برخه کې څومره کار کړی دی.

دراني زياته کړه، چې وروستيو کلونو کې د افغانستان کرنيزه برخه ډېره ښه شوې او سره له دې، چې د اقليم تغير يو لړ زيانونه هم اړولي؛ خو په خبره يې چې په ټوله کې د هيواد کرنيزې برخې پرمختګ کړی دی.

هغه وايي، چې سږ کال به د زياتو ورښتونو له امله د ټول هيواد په کچه د زراعتي توليداتو کچه ډېره لوړه شي.

د کرنې وزير وويل، چې افغانستان کې د بزګرانو د مالي سرچينو کمښت او همدا راز روانو نا امنيو د چټک زراعتي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د هغه په وينا، څومره چې نا امني زياتېږي، ورسره جوخت د کرنې کچه کمېږي او بزګران له خدماتو محرومېږي.

نوموړي د زراعتي توليداتو د بازار موندې برخه کې شته ستونزې تاييدوي او زياتوي، چې حکومت يې د حل کولو لپاره هڅې کوي.

د کرنې وزير زياتوي، چې د زراعتي توليداتو ته د بازار موندل يواځې د حکومت کار نه دی بلکې په خبره يې چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ او پانګونې ته هم ډېره اړتيا ده.

د هغه په وينا خصوصي سکتور بايد د افغانستان په زراعتي برخه کې خپله پانګونه زياته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.