کابل (پژواک، ٢٥غبرګولى ٩٨): د سولې د عالي شورا ددرالانشاء رييس عمر داوودزى د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنيز ټيم د کمپاين مشر ټاکل شوى دى.
هغه چې د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى هم و، ډېر ژر به د دولت ساز ټېم د کمپاين د مشر په توګه معرفي شي.
د سولې عالي شورا يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې داوودزى به د دولت ساز ټاکنيز ټيم د کمپاين ټولې چارې په غاړه اخلي.
سرچينې زياته کړې، هغه به ډېر ژر له اوسنۍ دندې څخه استعفى ورکړي او خپله نوې دنده به پيل کړي.
د دولت ساز ټيم يوې سرچينې پژواک ته و منله چې داوودزى د کمپاين مشر په توګه ټاکل شوى او ورته دفتر هم نيول شوى دى.
بلخوا ارګ ته نږدې سرچينې وايي چې د ولسمشر ددفتر رييس سلام رحيمي به ډېر ژر د سولې په تړاو ددولت د وزير په توګه معرفي شي.
که څه هم ارګ تر اوسه د ولسمشر ددفتر د نوي رييس په توګه څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي، چې د چارو ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي بشرمل د ولسمشر د دفتر رياست لپاره کانديد شوى دى.
په حکومت کې په لوړه کچه د يو شمېر نورو بدلونونو اوازې هم خپرې شوې دي، خو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن