د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان والي: ځينو پوليسو ته د معاش په بدل کې هيروئين ورکول کېږي

د اروزګان والي: ځينو پوليسو ته د معاش په بدل کې هيروئين ورکول کېږي

Jun 15, 2019 - 17:24

ترينکوټ ( پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د اروزګان والي وايي چې اوس هم په ځينو ولسواليو کې د قوماندانانو له خوا پوليسو ته د معاش  په بدل کې هيروئين ورکول کېږي.

والي اسدالله سعيدي دغه څرګندونې د پولیسو او ښوونکو د مياشتني معاشونو بانکي کولو په اړه يوې غونډې ته وکړې.

دا په تېرو اتلسو کلونو کې لومړی ځل دى چې ددغه ولایت د ټولو ښوونکو او مرکز ترينکوټ اړوند پوليس سرتېرو میاشتني معاشونه د بانک له لارې اجرا کېږي.

والي وويل، د يوه کال په ترڅ  کې د اروزګان د پوهنې اړوند څه باندې ۱۷۰۰ ښوونکي او د مرکز ترينکوټ اړوند سلګونه پوليس سرتېري د بانک له لارې معاشونه ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه،تر دې مخکې د پولیسو او ښوونکو د معاشونو د ورکړې پرمهال په پراخه کچه فساد، بې عدالتي، خيالي ښوونکي او پولیس او ګڼې نورې ستونزې موجودې وې.

سعيد وايي، د کابل بانک له لارې د ښوونکو د معاشونو پر وخت د اجرا له امله  تر  ډېره د ښوونکو حق  ورته رسول شوى او د خيالي ښوونکومخنیوی شوى دى.

د نوموړي په وينا، اوس هم د پوليسو د معاشونو په برخه کې په ځانګړې توګه په ولسواليو کې جدي ستونزې شته دي.

والي زياتوي، اوس هم د ځينو قوماندانانو له خوا ددغه ولايت د ولسواليو پوليسو ته معاشونه په پاکستانيو کلدارو، يا د معاش په بدل کې هيروئين ورکول کېږي.

هغه وويل، هڅه کوي چې د ټول ولايت امنيتي سرتېرو ته په هره برخه کې د بانکي سيستم زمينه برابره او حق يې پوره او پر وخت ورسیږي.

د اروزګان د مستوفيت ریاست مسوولین وايي، د څه باندې اوولس سوه ښوونکو او ترینکوټ اړوند سلګونه نور پولیس سرتېرو معاشونو بانکي کولو سره کلنۍ بودیجه کې شپږ ميليونه افغانۍ زياتې شوې دي.

سرپرست مستوفي رحیم الله وويل ،دوی به زمينه برابره کړي، ترڅو ټول ملکي او نظامي کسان د بانک له لارې معاشونه ترلاسه کړي.

د غونډې یوشمېر نورو برخوالو بيا ويل، چې لاهم د اروزګان په ولسوالیو کې سلګونه خیالي پولیس ددې لامل شوي،چې امنيتي وضعیت خراب او اړوند قوماندانان يې مياشتني معاشونه په فزيکي توګه ترلاسه کړي.

د غونډې يو تن ګډونوال مولوي حمدالله غوښتنه  وکړه چې ولایتي اداره دې د شفافیت په برخه کې  جدي اقدام وکړي او دغه پروسه دې په ټولو ولسواليو کې پلې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement