د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان بڼوال له حکومته د خپلو مېوو لپاره د بازار پيداکېدو غوښتنه کوي

د بغلان بڼوال له حکومته د خپلو مېوو لپاره د بازار پيداکېدو غوښتنه کوي

Jun 15, 2019 - 17:32

پلخمری ( پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): بغلان کې يو شمېر بڼوال وايي چې سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله د تازه میوو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده، خو که حکومت ورته بازار پيدا نه کړي نو د ګټې پرځاى به تاوان وکړي.

په دې اړه د دوشي ولسوالۍ اړوند کیله ګۍ سيمې يو تن بڼوال نعیم الدین د غبرګولي په ۲۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بڼ درې ډوله مېوې یې پخې شوي او سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه وویل: (( زردالو، الوچې اوشفتالو مې پاخه شوي خو بازارکې د ټیټې بیې له امله مې تر اوسه مارکېټ ته نه دي وړاندې کړي که حکومت بهرنیو هېوادونو او یا هم نورو ولایتونو ته د لېږد زمینه برابره نه کړي، د ګټې پر ځاى به تاوان وکړو.))

دغه راز يو بل بڼوال حمیدالله هم ورته اندېښنه لري او وايي په اته جریبه ځمکه کې یې ډول ډول د میوو ونې ايښې دي او سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله میوې هم ډېرې نيولې دي.

ده زياته کړه: ((اوس چې د ميوو سر دى يو من الوچې په پنځوس افغانۍ دي دا چې ټولې ميوې پخې شي نو بېخي به ارزانه شي موږ د خپلو ميوو لپاره بازار غواړو.))

دغه راز يو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوى د ميوو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ څانګې د تخنیکي چارو مسوول محمد غلام ملاخېل پژواک ته وويل، هغو بڼوالو چې د کرنې وزارت په لارښوونه میوه لرونکې ونې ايښې دي، سږکال يې ښه حاصلات کړي دي.

دی وايي چې بغلان ولايت کې پر زرګونه جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي چې تر اوسه د ١٢زره باغونو له ډلې د څه باندې دوه زره باغونو ميوې پخې شوې دي.

نوموړى وايي، د کرنې وزارت مسوولين له بېلابېلو لارو کوښښ کوي چې د بغلان ترڅنګ د نورو ولايتونو ميوو او نورو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې مناسب بازار پيدا کړي.

د کرنې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په بغلان کې ولايت پنځه زره غير معياري باغونه هم شته چې د معياري کولو لپاره يې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بغلان ترڅنګ د فراه، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو بڼوال هم په بازار کې د مېوې له ټېټې بيې شکايت کوي او خپلو حاصلاتو ته ښه بازار غواړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement