ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست زندان بنديان او دکورنيو غړي يې له روغتيايي ستونزو شکايت کوي

د خوست زندان بنديان او دکورنيو غړي يې له روغتيايي ستونزو شکايت کوي

author avatar
15 Jun 2019 - 11:58
د خوست زندان بنديان او دکورنيو غړي يې له روغتيايي ستونزو شکايت کوي
author avatar
15 Jun 2019 - 11:58

خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د خوست په مرکزي زندان کې د يو شمېر بنديانو د کورنۍ غړي او خپل خپلوان يې د زندان مسوولين د بنديانو روغتيايي حالت ته په نه پاملرنې تورنوي.

هغوی نيوکه کوي، کله چې يو بندي ناروغ شي، نو د زندان مسوولين او نور اړونده چارواکي هغه وخت لاس په کار کيږي چې بيا يې د ناروغۍکنټرولول د دوی په وس کې نه وي.

د دوی په وينا، د خوست د مرکزي زندان يو له هغو بنديانو څخه چې روغتيايي حالت ته يې سمه پاملرنه نه ده شوې، ۸۵ کلن کاظم الدين دی چې د شکرې پر ناورغۍاخته دی.

د کاظم الدين خپلوان وايي چې د زندان د مسوولينو د نه پاملرنې له امله يې ناروغي زياته اويو کال مخکې يې کيڼه پښه له زنګون څخه پورته پرې شوې.

محي الدين چې د کاظم الدين وراره دی او په خوست ښار کې د رخت دوکان لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، پر تره يې شپږ کاله قيد ختلی چې څلورنيم کاله يې وتلي دي.

هغه وايي، تره يې اوس هم په ډېر بد حالت کې دی او زياتوي که چېرې مسوول چارواکي يې په وخت د اساسي درملنې غم ونه خوري، ښايي دويمه پښه يې هم د لومړۍ هغې په څېر پرې شي.

دی وايي: ((د زندان د مسوولينو د بې غورۍ له امله چې موږ ته يې اجازه نه راکوله، چې تره مو د تداوی لپاره بل چېرې وړی وای، پښه يې پرې شوه. اوس هغه ده دويمې پښې يې هم ټپونه کړي دي او د زړه ناروغي هم لري، د ډاکټرانو په وينا، ناممکنه ده چې دده اعلاج دې په خوست کې وشي)).

۶۵ کلن عبدالله جان د خوست مرکزي زندان يو بل بندي و، چې د کوچني اختر په درېيمه يې د فشار ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د عبدالله جان نږدې دوستان وايي چې نوموړی له اوږدې مودې راهيسي ناروغ و او په وينا يې   په زندان کې د هغه درملنه ناممکنه وه.

بل خوا په سوېل ختيځ زون کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين هم تائيدوي چې د خوست په مرکزي زندان کې د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي.

ددې دفتر يو تن غړي سيف الرحمن نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل ، هغه خدمات چې بايد په دې برخه کې بنديانو ته عرضه شي، تردې دمه نه دي عرضه شوي.

هغه وايي: ((د زندان يوه خونه چې د درې يا پنځه نفرو لپاره جوړه شوې اوس د هغه څو چنده په کې اوسيږي. د بنديانو روغتيايي خدمات تر ډېره د قناعت وړ نه دي، د ښو ډاکټرانو، د شفاخانې  او د دواګانو نشتون هغه ستونزې دي چې د خوست په محبس کې موجودې دي. همدا ډول بنديان پاکو صحي اوبو ته هم تر ډېره لاس رسى نه لري او په ټوله کې هغه خدمات چې دوی ته بايد په صحي برخه کې وړاندې شي نه شته)).

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.