ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دانش کړوخېل ددوه کتابونو مخکتنه وشوه

د دانش کړوخېل ددوه کتابونو مخکتنه وشوه

author avatar
15 Jun 2019 - 13:22
د دانش کړوخېل ددوه کتابونو مخکتنه وشوه
author avatar
15 Jun 2019 - 13:22

کابل (پژواک، ٢٥غبرګولى ٩٨): په کابل کې د پژواک خبري اژانس د رييس دانش کړوخېل د دوه کتابونو (انساني قاچاق او مسلکي خبريالي ) مخکتنه وشوه.

د مخکتنې دغه پروګرام چې په کابل کې د المان د کنراد اديناور نړيوال بنسټ او پژواک اژانس ادارې لخوا جوړ شوى و، د هېواد ګڼ شمېر مشهورو علمي څېرو، ليکوالانو، ژورنالېستانو، د ولسي جرګې غړو، چارواکو او د کتاب مينه والو په کې ګډون کړى وو.   

 ددغه پروګرام په پيل کې د کنراد اديناور نړيوال بنسټ مسوولې ډاکټرې ايلې نور ذينو (Ellinor.Zeino)  د دې پروګرام د پېژندنې، يادو دوه کتابونو او د دانش کړوخېل د ليکوالۍ په اړه لنډه وينا وکړه.

نوموړې وويل، خوښه ده چې بنسټ يې د دانش د دوه مهمو کتابونو د مخکتنې کوربه توب کوي او دغه دواړه کتابونه د ژورنالېستانو او ليکوالانو لپاره د زده کړې په موخه اړين معاصر معلومات لري.

د هغې په خبره چې د دغو کتابونو مطالعه د ژورنالېستانو او ليکوالانو ترڅنګ د نظر خاوندانو ته اړينه ده.

بيا د پژواک اژانس رييس دانش کړوخېل د مخکتنې پروګرام ته راغليو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنک له ياد الماني بنسټ څخه مننه وکړه چې د دغو کتابونو چاپ او د مخکتنې غونډې لګښت ته يې په ورين تندي اوږه ورکړه. وروسته هغه د خپلو کتابونو د ليکلو او چاپ د اړتيا په اړه خبرې وکړې.             

نوموړي وويل، تاسو ته بهتره معلومه ده چې افغانستان له تېرو څو لسیزو د پردۍ جګړې په اور کې سوځي؛ دې جګړې زموږ خلک نه یوازې دا چې له پرمختګه شا ته پرېښودل، بلکې نورې ډېرې بدمرغۍ یې هم وزېږولې، ټولنه مو له اخلاقي، علمي او اقتصادي اړخه معیوبه او زیانمنه شوه، د ترحم او عاطفې ځای ظلم او بربریت ونیود، د روا او ناروا تفکیک له منځه ولاړ او بالاخره ټول انساني او اسلامي ارزښتونه مو تالا ترغې شول.

دانش زياته کړه : (( له یادو بدمرغیو یو اغېزمن زه هم یم او هغه وخت لا ډېر ترې متاثره شوم چې پژواک خبري اژانس د انساني قاچاق په اړه یوه څېړنیزه پروژه تر کار لاندې ونیوه، د دې پروژې له مخې په ټولنه کې شته ډېر داسې مسایل او نادودې راپور شوې چې په لیدو او اورېدو مې یې د وجود غني زېږه کېدل، دغه حالت اړ کړم او اړتیا مې ولیده چې د انساني قاچاق تر عنوان لاندې یو کتاب ولیکم او ترتیب کړم، څو هغه خلک چې ناخبره دي او یا هم په دې اړه معلوماتو ته لاسرسی نه لري، هم وپوهېږي.))

دغه راز هغه وويل چې د مسلکي خبریالي په نوم زما بل کتاب دی؛ د ژورنالېزم په برخه کې خپلې شل کلنې مسلکي تجربې دې ته وهڅولم چې د ژورنالېزم منل شوو معيارونو ته په پام، له ژورنالېستانو سره په مسلکي چارو کې د مرستې په موخه دغه کتاب چمتو کړم.

زما دغه کتاب دویم وار له نوو زياتونو سره چاپ شوی؛ په دغه کتاب کې چې ۱۸ څپرکي لري، د شخړو په اړه راپور ورکول، د جنسيت له مخې حساس راپور ورکول، د ژورنالېستانو خونديتوب او اطلاعاتو ته لاسرسی نوي څپرکي زیات شوي دي او دغه راز زما د مسلکي ژوند د تجربو تر څنګ د ژورنالېزم په روزنيزو پروګرامونو کې له هغو لېکچرونو هم کار اخيستل شوى چې ما خپله ترتیب کړي او هغو مهمو مسايلو ته هم په کې ځاى ورکړل شوى چې د پژواک ا‎يډېټرانو په کاري غونډو کې پرې تر بحثونو وروسته هوکړه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.