د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار ګل پلورنکي د خرڅلاو د دایمي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي

د کابل ښار ګل پلورنکي د خرڅلاو د دایمي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي

Jun 15, 2019 - 20:40

کابل (پژواک، ۲۵ غبرکولی۹۸): د کابل ښار یو شمېر ګل پلورونکي په کابل ښار کې د ګل خرڅولو بازار ګرم بولي؛ خو وايي چې د دوى لپاره د یوې ځانګړې پتې نه شتون، د دې لامل شوی چې ګل پلورونکي د خرڅلاو لپاره مناسب او دایمي ځای ونه لري.

نن (د جون ۱۵ نېټه مه) چې د (ګل او ګیاه) له نړیوالې ورځې سره برابرېږي، پژواک خبري اژانس وغوښتل چې د ګل پلورونکو د کاروبار معلومات د یو شمېر ګل پلورونکو او پېروونکو په ژبه له ځانه سره ولري.

د کابل ښار د ګل پلورونکو وکیل فریدون فروتن د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په مرکه کې وویل چې همدا اوس هم سلګونه تنه د کابل ښار په لسو ځایو کې په ۲۲۰ موقتي دوکانونو کې د زینتي او کورنیو ګلانو په روزنه او پالنه بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد ګل پلورونځي د سیلو، پل سوخته، چهلستون، سرکوتل، پنجصد فامیلی، بادام باغ، جوى شیر په سیمو او د میربچه کوټ او پغمان په ولسوالیو کې موقعیت لري.

 فروتن وویل: «د ګل پلورونکو لپاره معیاري او دایمی مارکېټ نشته، همدا لامل دی چې د ګلانو په نندارتون کې چې هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې جوړیږي، ګډون نه شي کولای.»

ده، د ګلانو په صادرولو کې د ګمرکونو لوړې ماليې د ګل پلورونکو یوه بله ستونزه وبلله او زیاته يې کړه، که د کرنې وزارت په دې برخه کې له ګل پلورونکو سره مرسته ونه کړي، د ګلانو صادرات به ټکني شي.

هغه زیاته کړه، په څو نندارتونونو کې يې چې په سیمه ییز ډول ګډون کړی، خورا ښکلي ګلان يې له ځانه سره وړي وو او ويې مونده چې د افغانستان ګلان هم د هغو هېوادونو له اقلیم سره نږدې توافق لري.

فروتن زیاته کړه: "څه موده مخکې یو شمېر ګل پلورونکي د مرسل ګلانو نندارتون لپاره د تاجیکستان هېواد ته وغوښتل شول، ګلان مو له ځانه سره يوړل، په دې نندارتون کې ولیدل شول چې د نورو هېوادونو ګلان ژر مړاوې او پاڼې پاڼې شول؛ خو د افغانستان مرسل ګلان تر ۱۲ ورځو مړاوې نه شول او د سیمې په کچه يې د تر ټولو ښکلو ګلانو مقام وګاټه."

د ګل پلورونکو وکیل وويل، هر کله چې حکومت او د کرنې وزارت د مارکېټ د جوړولو، کرنې، روزنې او صادراتو په برخو کې همکاري وکړي، دا صنعت به له دې زیاته وده وکړي.   

د کابل ښار د پروان دوم سیمې په بهار ګل پلورنځي کې یوه ګل پلورونکي شکرالله وویل چې له ۲۶۵ ډوله زیات ګلان د ګلانو په پلورنځیو کې شته چې دی يې د سلو ډولونو کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ګلانو مینه وال د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي، کابل ښاریان له لیدو وروسته د خپلې خوښې ګلان پېري.

هغه وویل، د افغانستان خلک له هر بل صنعت څخه د ګل صنعت ته زیاته اړتیا لري؛ ځکه چې د جنګ کلونو د هغوى روح او روان ستړی کړی دی.

ده، د ګل پلورونکو دایمي ادرس نه درلودل د دوى لويه ستونزه وبلله او زیاته يې کړه، سربېره پر دې چې په افغانستان کې ډول ډول ګلان شته، خو ځینې خلک د سیوري ګلان خوښوي، چې معمولاً له هالنډ هېواد څخه واردېږي.

نوموړي زیاته کړه: "هر ټیلر موټر چې له ایران څخه افغانستان ته واردېږي، ۴۶۰زره کرایه ورکوو، چې مالیه یې له ۵۰۰زره افغانیو څخه زیاتیږي."

هغه وویل چې په اوس وخت کې په لاندې نومونو بوټي او ګلان په دوکان کې لري:

کاغذي، مالته، شمشاد، پنجه شیر، کافیسال، مروه، لیمو، طویا، چهارمغز، سرب، سیتاس، یاس، کاکتوس، لنتنا، جریبند، توت، جعفري، ملکه شب، ملکه روز، رابر، یوګاست، صدف، ګلناز، ګوشواره، ګلبرګ، توت ګل، ګنسای، زرشک، زینیا، پرطاووس، انارګل، پتوني، سانسوریا، ببونیا، افراق، خرمای زینتی، برګ بید، فضلیا، فرشي، ناخن عروس، نیلوفر، چسپک او یو شمېر نور...

د ګلانو یوه پېریدونکي جان محمد طاهر سروري چې په ځیر یې  ګلانو ته کتل، وویل، کلونه کېږي چې د خلکو روح او روان جنګونو ستړی کړى دى، کورنۍ باید د روحي ارامتیا لپاره باید د ګلانو روزنې ته پام وکړي.

ده دې خبرې په ويلو سره چې د ژوند په ګلانو ښکلی دی، زیاته کړه چې اوس وخت يې ډول، ډول ګلان په کور کې ساتلي دي.

هغه یاده کړه چې د کابل پخوانۍ نوم له کابلستان څخه مخکې، ګلستان و؛ خو جنګ او د وینې تویېدلو د کابل بڼه بدله کړې ده او د اوسېدونکو احساس یې زیانمن کړی دی، اړینه ده چې هره کورنۍ په کورونو کې ګلان وساتي.

د پنجشیر ولایت یوه اوسېدونکی چې غوښتل يې ګلان وپيري، پژواک ته وویل چې وحشي ګلان په کور کې لري؛ خو هغه ګلان چې د کوچنۍ ونې په بڼه وي، په پنجشېر کې نشته، نو غواړي دا ګلان په هغه ځای کې رواج کړي. 

هغه ټینګار وکړ چې په کورونو کې د ګلانو درلودل، د کورنیو په روان اغېز کوي او زیاتره خلک چې بېکاره دي، د څو ګلدانیو او ونه ‌ډوله ګلانو په اخیستو کولاى شي ځان د ګلانو په روزنه بوخت کړي او هم کورنۍ ته رواني خوښۍ ور وبخښي.  

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement