کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٨) : د شانګهاى سازمان د سرمشريزې غونډې په اعلاميه کې د ترهګرۍ پر ضد د رغنده او پر همغږۍ د اقداماتو غوښتنه شوې ده.
د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى سازمان د ١٩مې، سرمشريزې په پاى کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د نړۍ په هره برخه کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه شوې ده.
په دغې ناسته کې د چين، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، تاجکستان ، هندوستان ، پاکستان، ازبکستان، افغانستان، بلاروس، ايران او منګوليا ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ګډون کړى وو.
د دغې ناستې په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې د ترهګرۍ پر ضددې همغږي، ګډ او قوي اقدامات ترسره کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، د ترهګرۍ پر ضد دې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ او د نړيوالو قوانينو په رڼا کې مبارزه وشي .
د شانګهاى سازمان په دې اعلاميه کې زياته شوې، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه دې له سياست څخه لرې وساتل شي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دې د هېوادونو خپلواکۍ ته درناوى وشي.
سرچينې زياته کړې، د سازمان غړي هېوادونه دې د ترهګرۍ پر ضد پراخه او اغېزمن اقدامات وکړي ، هېچا ته دې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ اجازه ورنه کړل شي.
په اعلاميه کې راغلي، ددې سازمان غړي هېوادونه دې ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره مرسته کوونکي کسان بايد له منځه يوسي.
دغه راز د شانګهاى سازمان د سرمشريزې په اعلاميه کې زياته شوې، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنو ډډه وشي او دا کار هېچا ته د منلو وړ نه دى .
د شانګهاى سازمان په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د چين په شانګهاى ښار کې تاسيس شوى، چين، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، تاجکستان، هندوستان، پاکستان او ازبکستان يې له غړو هېوادونو څخه دي .
افغانستان، بلاروس، ايران او منګوليا ددغه سازمان ناظر غړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن