کابل (پژواک،۲۶ غبرګولی ۹۸): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال ځکه له افغان حاجیانو شپږ سلنه ډېرې پیسې اخلي چې د دوی د ډوډۍ لګښت یې هم پر غاړه اخیستی دی.
ټاکل شوې سږ کال د تېرو کلونو په څېر ۳۰زره افغان حاجیان د حج فریضې د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.
د حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د اهل سنت د یوه حاجي لګښت ۲۷۵۰ ډالر او د اهل تشیع د یوه حاجي لګښت ۲۸۰۰ امریکايي ډالر تثبيت شوی دی.
سرچينه کاږي، له اهل تشیع څخه ځکه ۵۰ ډالر زیات اخیستل کېږي چې د دوی حاجیان د حج د نیت لپاره د جدي له هوايي ډګره په مستقیمه توګه د میقات سیمې ته ځي، په داسې حال کې چې د اهل سنت حاجیان له یادې لارې څخه د تېرېدو پر مهال په الوتکه کې نیت کوي.
سرچینې روښانه کړې چې تېر کال له هر اهل سنت حاجي څخه ۲۶۰۰ ډالر او له اهل شیعه حاجي څخه ۲۶۵۰ امریکايي ډالر اخیستل کېدل.
سرچینې روښانه کړه چې سږ کال د خوړو په ګډون د حاجیانو ټول لګښت په دوى دى، خو مخکې کلونه د حاجیانو د خوراک لګښت پر د حاجيانو په غاړه و.
وزارت د سږ کال د حج له تقاضا کوونکو غوښتي چې د حاجیانو د کارونو د تنظیم او ترتیب په موخه د حج د دویم قسط لګښتونو د ورکړې بهیر سبا (دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه) په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
په خبرپاڼه کې د حج له تقاضا کوونکو غوښتل شوي چې د غبرګولي له ۲۷ مې د چنګاښ تر ۱۵ مې د نوبت له سند او نورو لازمو اسنادو سره د ملي بس څلور لاري تر څنګ په تپه مرنجان سیمه کې د حاجیانو د ټولنې مرکز او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستو ته لاړ او د خپل سفر او اسنادو مراحل ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن