کندهار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په پایله کې خاکرېز ولسوالۍ ته غځېدلې لار پرانیسته، اوس د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د خدماتو په تمه دي.
د کندهار- خاکرېز لار له شاوخو یو نیم کال راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا د ماینونو په وسیله تړل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې تازه پرانیستل شوې ده.
دغلته له تېرې یوې میاشتې راهیسې چاڼيز عملیات روان دي.
د دغې غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارې د تړل کېدو له امله یې سختې ورځې تېرې کړي او نه غواړي هغه ورځې بیا تکرار شي.
د خاکرېز ولسوالۍ د ډب خاکرېز سیمې اوسېدونکی سردار محمد پژواک خبری اژانس ته وویل، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې تړل شوې وې او ولسوالي محاصره وه.
دی زیاتوي، د لارې د تړل کېدو له امله د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو سختې ورځې وزغملې، خوراکي توکي نه پیدا کېدل، خلکو د اړتیا پر مهال تګ راتګ نه شو کولای او د همدې ستونزو له امله سلګونه کورنۍ کندهار ښار او نورو سیمو ته کډوالې شوې.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو لار خلاصه کړې، خو د دوی غوښتنه دا ده چې د لارې په اوږدو کې دې د خلکو د خوندیتوب په موخه امنیتي پوستې جوړې شي.
د ده په خبره، دوی نه غواړي بیا تېرو ورځو ته ستانه شي، ځکه سختې ورځې یې زغملې دي.
ده دا هم وویل چې د لارې د تړل کېدو له امله دغلته دولتي خدمات صفر شوي او دوی یې بیا پيل کېدو ته هیله مند دي.
د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالاحد هم پژواک اژانس ته وویل چې د لارې د تړل کېدو له امله یې ډېرې سختۍ ګاللې دي.
هغه زیاته کړه، د اړتیا وړ توکي به یې په ډېر زحمت پر غرونو او نورو فرعي لارو راوړل، ځکه عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې وه.
دی زیاتوي، خلک د لارې خلاصون او د اوږدې محاصرې ماتېدو ته خوشحاله دي او له دولت څخه د خدماتو او مرستو په تمه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن