ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ښځې لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون له امله د حرفوي زده کړو لېوالې نه دي

د غور ښځې لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون له امله د حرفوي زده کړو لېوالې نه دي

author avatar
16 Jun 2019 - 16:44
د غور ښځې لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون له امله د حرفوي زده کړو لېوالې نه دي
author avatar
16 Jun 2019 - 16:44

فېروزکوه (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): د فېروز کوه یو شمېر اوسېدونکې لاسي صنایعو ته د بازار له نه شتونه شکایت کوي او وايي، دې برخې ته د نه پاملرنې له امله ښځې نه غواړي د حرفوي زده کړو له لارې له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

که څه هم یادو ښځو د لاسي صنایعو جوړېدو مهارتونه زده کړي او د بېلابېلو محصولاتو د تولید توان لري خو وايي چې د حرفې لرل یې هم د کورني اقتصاد د پراختیا په برخه کې چندان ګټور نه دي.

د دوی په خبره، د غور اوسېدونکې د لاسي صنایعو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري خو د بازار د نه موجودیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

تاجور عزیزي چې له درېیو میاشتو راهیسې د غور د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د «خامک ګنډلو» زده کړې کوي خو د خپلې راتلونکې په اړه شک لري او فکر نه کوي چې د یاد کسب له زده کړې وروسته دې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړای شي.

نوموړې زیاته کړه: ((درې میاشتې کېږي چې دلته د خامک ګنډولو پر کار بوخته یم او کار مې زده کړی هم دی، خو پوهېږم چې له فراغت وروسته به بېکاره پاتې شم، ځکه داسې بازار نشته چې خپل تولیدات پکې وپلورم.))

د کار او ټولنیزو چارو ریاست د «چرمو ګڼدلو» د کورس استاده سحر مني چې د لاسي صنایعو لپاره د بازار نه شتون د کسب له زده کړې سره کمه لېوالتیا ولري.

هغې وویل: ((دغه راز زه خپله لسګونه لاسي تولیدات لرم، خو د خرڅلاو د ځای د نه موجودیت له امله مجبوره یم ټول په کور کې وساتم او د دغه ډول وضعیت له امله ښځې د حرفې له زده کړې کمه مینه لري.))

د غور یاده اوسېدونکې له حکومت او د ښځو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره دې هڅه وکړي.

په غور کې د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه هم په دغه ولایت کې د اقتصادي وضعیت او د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د بازار د نه شتون په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لارو د سختوالي، د عایداتو د نشتون او د حکومت د نه پاملرنې له امله د غور اوسېدونکې له ستونزو سره مخ دي.

د غور ولایت د بشري حقونو کمېسیون د ښځو برخې مسوولې فریدې ناصري هم وویل، د ناامنۍ تر څنګ سنتي ټولنه، کاري او اقتصادي موضوعاتو ته د ښځو نه لاس رسی، د زده کړو د کچې ټېټ والی او په ځانګړې توګه د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د بازار جوړېدو ته د حکومت نه پاملرنه هغه عوامل دي چې د ښځو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي.

بلخوا د غور ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس فضل الحق وحید هم یاده ستونزه مني او وايي، دغه ریاست په بېلا بېلو حرفوي برخو کې لسګونه فارفانې لري او د بازار د نه شتون له امله مجبورېږي چې له دغه کاره لاس واخلي.

هغه روښانه کړه، له څه وخت راهیسې چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی له بېلا بېلو ارګانونو سره یې د ښځو د کاري بوختیاوو او د ښځو لاسي صنایعو ته د ځانګړي بازار د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د غور ولایت د تولک، دولتیار او فېروزکوه ولسوالیو په مرکزونو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون ۲۱۰ زده کوونکي د چرمه دوزۍ، خامک ګنډولو، د ودانیو د برېښنا، موبایل جوړولو او کورونو د المارۍ جوړلو په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د زده کړو په مرکزونو کې په کار بوخت دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.