ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په محمداغه کې د خلکو له خوا تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د لوګر په محمداغه کې د خلکو له خوا تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

author avatar
16 Jun 2019 - 14:22
د لوګر په محمداغه کې د خلکو له خوا تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول
author avatar
16 Jun 2019 - 14:22

پل علم (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٨): د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د خلکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د محمداغې ولسوالۍ د دهنو اوسېدونکو د خپلې سيمې لس ښوونځي د زده کوونکو پر مخ وتړل.

هغه وويل چې پاڅون کوونکو د دوى په سيمه کې پوستې جوړ کړې او عام خلک ځوروي.

دوى ويل تر هغه چې دغه پوستې نه وي لرې شوې، دغه لس ښوونځي به تړلي وي.

خو د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر جرګو او مرکو وروسته د دهنو سيمې د هلکانو او نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شول.

هغه وويل: ((د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب مو په تېره اوونۍ څلور ځلې جرګه وکړه چې بالاخره مو خلکو ته قناعت ورکړ او نن بېرته زده کوونکو په ښوونځيو کې خپل درس پيل کړ.))

دغه راز د دهنو سيمې يوه قومي مشر فضل احمد پژواک ته ويل چې د هلکانو او نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ښوونځي پرانيستل شول، خو زموږ غوښتنه تر اوسه پر ځاى پاتې ده، هر څه ژر بايد له دې سيمې پوستې لرې شي.))

د ده په وينا، د يادو پوستو لرې  کولو لپاره دوى له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه يو کمېسيون جوړ کړى څو دغه مسئله د ولايت له مقام سره یوې پايلې ته ورسوي.

په دې اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې په دهنو سيمه کې د خلکو د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

هغه وايي: ((  پوستو په جوړېدو سره په هغې سيمه کې طالبانو فعاليت نه شو کولاى نو طالبانو پر خلکو فشار راوړى څو د پوستو د لرې کولو لپاره د خپلو سيمو  ښوونځي وتړي.))

خو لاروى زياتوي چې د ولايت مقام چارواکي به په راتلونکي امنيتي غونډه کې  پر دې موضوع بحث وکړي او د حل يوه لار به ورته پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.