ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان تراوسه حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتو شوي نه دي”

“طالبان تراوسه حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتو شوي نه دي”

author avatar
16 Jun 2019 - 19:46
“طالبان تراوسه حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتو شوي نه دي”
author avatar
16 Jun 2019 - 19:46

کابل (پژواک، ۲۶غبرګولی ۹۸): د یوې غونډې ګډونوال د سولې په مذاکراتو کې د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي؛ خو د سولې عالي شورا وايي چې د دې مورد مطرح کول له وخت وړاندې موضوع ده؛ ځکه تراوسه طالبان له حکومت سره خبرو اترو ته نه دي چمتو شوي.

د "روښنا" ټولنیز بنسټ د روان کال په روژې میاشت کې د ځینو دولتې او خصوصي لوړو زده کړو موسسو له محصلینو سره په کابل کې بحثونه کړي او د سولې او پخلاینې په اړه یې د هغوی نظرونه راغونډ کړي دي.

دې بنسټ نن د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ویلي دي چې دا پرېکړه لیک د خبرو او بحثونو پر اساس چمتو شوی دی.

د یاد بنسټ مسوول سیرت خالد حیدري وویل چې افغانستان کې دننه د سولې بین الافغاني مذاکراتو ترسره کول، د ښځو، ماشومانو او ځوانانو حقونو په څېر د وروستیو کلونو لاسته راوړنو او د بیان ازادي ساتل، د ښوونې او روزنې اجباري کېدل په یاد پرېکړه لیک کې شامل موارد دي.

د روان کال غويي میاشتې په لومړیو کې د لویې مشورتې جرګې ګډونوالو شمېر چې څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده، د لاسته راوړنو پر خوندیتوب، بین الافغاني خبرو اترو، د جمهوري نظام ساتنې، د ښځو حقونو ټینګښت او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو يې ټینګار وکړ.

د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، د سولې پر هڅو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((د سیاسي نظام، اساسي قانون، د تېرو کلونو لاسته راوړنه او داسې نور خورا اړین دي، موږ په بیه سوله نه غواړو، لنډمهالې سوله نه غواړو، با تدبیره سوله غواړو.))

په دې غونډه کې د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم وویل: ((تل پر موږ نیوکې شوې چې د سولې او ثبات لپاره کار نه کوو، تل د لاسته راوړنو، بشري حقونو او اساسي قانون په اړه بحثونه کېږي؛ خو دا وایم چې دا ډول غوښتنې او خبرې له وخت څخه وړاندې دي، تراوسه مقابل لوری خبرو ته چمتو شوی نه دی، موږ کار کړی او اوس هم په دې بوخت یو چې څه ډول مقابل لوری مذاکراتو ته قانع کړو، کله چې مقابل لوری خبرو اترو ته حاضر شو، پر یادو مسایلو به بحث وشي.))

سلیم ټینګار وکړ، سربېره پر دې چې د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لري، حکومت له طالبانو سره هر ډول مذاکراتو ته چمتو دی؛ خو تر دې دمه مقابل لوری مذاکرې ته نه دی حاضر شوی.

نوموړی زیاته کړه: ((پر دې ټولو هڅو سربېره، له بده مرغه طالبانو خپلو بریدونو او جګړو ته زور ورکړی دى.))

د طالبانو استاز، شپږ ځله د امریکا له استازو او د مسکو په دوه ناستو کې له افغان سیاستوالو سره د سولې په اړه خبرې وکړې؛ خو افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.