ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې نږدې نیمايي مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي

غزني کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې نږدې نیمايي مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي

author avatar
16 Jun 2019 - 17:16
غزني کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې نږدې نیمايي مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي
author avatar
16 Jun 2019 - 17:16

غزني ښار (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٨): په غزني کې د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د نوم ليکنې ١٥٩ مرکزونه تړلي دي.

دغه څرګندونې د غزني د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول ناظر حسين نبي زاده د غبرګولي په ٢٢مه خبريالانو ته وکړې.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې ټولټال د ټاکنو د نوم ليکنې لپاره ٤٠٦ مرکزونه په نښه شوي چې له دغه شمېر څخه ١٥٩ يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

نوموړي اندېښنه وښوده، که چېرې دغه سيمې امن نه شي نو ډېر خلک به له نوم ليکنې پاتې شي.

دغه راز په دې غونډه کې د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالنصير مهمند وويل چې د پوهنې له وزارته يو مکتوب ورته رسېدلى چې له مخې يې اړ دى له ښوونځيو د ټاکنو مرکزونه بل ځاى ته انتقال کړي.

ده وويل: ((زه اوس په همدې بوخت يم، څو زموږ هغه مرکزونه چې په مکتبونو کې دي، بل مناسب ځاى ورته پيدا او انتقال يې کړم.))

مهمند وايي چې له ګيرو، جغتو، ناوې او اجرستان پرته يې نورو ټولو ولسواليو ته د نوم ليکنې مواد رسولي دي.

هغه زياتوي چې په ناوې، ګيرو او اجرستان ولسواليو کې د نا امنۍ له امله ټاکنې هم نه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ١٦ کلونو راهيسې د ناوې ولسوالۍ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر ښه شوى دى.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو د غزني دوه ولسوالۍ خواجه عمري او ده يک بېرته له طالبانو څخه نيولي دي.

د نوري په وينا، حکومتي چارواکي او د غزني سيمه ييز مسوولين کوښښ کوي چې له ټاکنو وړاندې د دغه ولايت نا امنه ولسوالۍ بېرته امن کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.