کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولی ٩٨): د مشرانو جرګې رییس د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر د وکیلانو د اختلاف د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دغه اختلاف دوام د ملي شورا د قانون جوړونې برخه فلج کړې ده.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح شوې چې د ملي شورا د ۱۷ مې تقنینیي دورې د پرانیستې شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي او د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر د اختلاف له امله یاده جرګه تر اوسه اداري پلاوی نه لري او د ملي شورا د دوبي رخصتیو ته یوه میاشت وخت پاتې دی.
د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د ستونزې پرسره د راپورته شوي اختلاف د حل په موخه ددې جرګې نننۍ ۲۱ مه عمومي ناستې هم پایله نه لرله.
دغه اختلاف د ټاکنو په ورځ د جرګې د نصاب په اړه دی چې ځینې یې ۲۴۴ او یو شمېر نور یې ۲۴۷ کسان بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې دي.
دغه وضعیت د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو اندېښنې هم راپورته کړې دي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ددې جرګې په عمومي ناسته کې د ولسي جرګې د اختلاف دوام د دولت او ملت په ګټه ونه باله او د مشرانو جرګې له رییس څخه یې وغوښتل چې ددې ستونزې د حل لپاره دې مداخله وکړي، څو رامنځته شوی بن بست رفع او د قانون جوړونې برخه بېرته فعاله شي.
دغه راز دوی وویل، د ملي شورا د ۱۷ مې دورې په پرانیستل کېدو ددې شورا د قانون جوړونې برخه فلج شوې ځکه ولسي جرګه رییس او اداري پلاوی نه لري چې قانوني چارو ته رسېدنه وکړي.
د یادونې ده چې د بودیجې له طرحې پرته چې لومړى مشرانو جرګې ته او وروسته ولسي جرګې ته ځي تقنیني اسناد د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته لېږل کېږي.
د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په خبره، تر اوسه دې جرګې ته له سلو ډېر تقنیني اسناد د برخلیک ټاکلو لپاره استول شوي، ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، او اړتیا ده چې ددغو وزارتونو لپاره نوماند وزیران د ولسمشر له خوا تر معرفي کېدو وروسته د ولسي جرګې باور رایه ترلاسه کوي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر اختلاف د مشرانو جرګې چارې هم اغېزمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه، د ملي شورا له پرانیستل کېدو وروسته له هغو څو تقنیني اسنادو پرته چې تېر کال د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته استول شوي مشرانو جرګې هېڅ تقنیني سند په خپله اجنډا کې نه دی شامل کړی او د شورا دغه برخه فلج شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن