جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يې له داعش سره د اړيکو په تور ۱۸ کسان نيولي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ياد کسان د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال نيولي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت ادارې له لوري د غبرګولي په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې اړوند د ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، د يادو عملياتو په پايله کې ځانګړو ځواکونو ۹ داعش وسله وال، ۸ تنه له دې ډلې سره د همکارۍ او يو بل یې د داعش د وسله والو د انتقال مسوول نيولي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دې وروستيو کې داعش ډلې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو او شاوخوا سيمو کې فعاليتونه زيات کړي وو چې د مخنيوي لپاره يې دوی ياد عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په باور، د يادو کسانو په نيولو سره چپرهار ولسوالي او د جلال اباد ښار او دغې ولسوالۍ ترمنځ سيمې له امنيتي ننګونو وژغورل شوې.
بلخوا د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې له خوا هم پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغو عملياتو پخلی شوی او يادونه يې کړې چې د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن