کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني په يوه رسمي سفر لندن ته روان شو او ټاکل شوې چې نوموړی به هلته د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د افغانستان او انګليستان لوبه هم وګوري.
له ارګه د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې يو لوړ پوړى دولتي پلاوى هم ملتيا کوي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر غني به د دغه سفر په لړ کې د انګلستان له چارواکو سره د کتنو تر څنګ په مانچستر ښار کې د افغانستان او انګليستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام سياليو د کرکټ ترسره کېدونکې لوبې ننداره هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن