پلخمری (پژواک، ٢٦ غبرګولی ۹۸): د بغلان د تاله برفک، مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په یو شمېر سيمو کې د نامسوولو وسله والو له لوري د کانونو ناقانونه کيندنې پيل شوې دي.
په دې اړه د تاله برفک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحیم اریا د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اشرف درې سیمه کې د لعل پیازي په نوم د قیمتي ډبرو يو کان موندل شوى دى.
خو دى وايي: ((دغه کان اوس د سيمې د وسله والو له لوري په غير فني ډول استخراجېږي چې دا د بيت المال لپاره يوه لويه ضربه ده.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د لعل پيازي ډبرې يوه کيلو په پنځه زره افغانۍ پلورل کېږي.
د هغه په وينا، له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه کان کې کيندنې روانې دي خو حکومت يې د مخنيوي لپاره تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي.
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال سیمې اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي چې د شیخ جلال غرونو په لمنو کې د ګچو کان دی چې په ناقانونه ډول يې کېيندنې پيل شوي دي.
دی وايي: ((دلته خلک پر خپل سر لګیا دي په کان کې کار کوي، نږدې ورته د ګچو جوړولو شخصي فابریکي هم جوړې شوې دي، د ورځې لسګونه ټنه ګچ توليدوي.))
بل لور ته تاج محمد چې د ګچ جوړولو فابریکه لري پژواک ته وویل: ((اووه کاله کېږي چې زه له مامور غيور سيمې څخه د ګچو ډبرې وړم، ماته تر اوسه د حکومت په نوم چا څه نه دي ويلي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې يو هينو موټر ګچ په اووه سوه افغانۍ پلورل کېږي او په لار کې غير مسوول وسله وال ترې زر روپۍ اخلي خو د حکومت په نوم څه نشته دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن