د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خاکرېز اوسېدونکي د لارې تر خلاصېدو وروسته د خدماتو په تمه دي

د خاکرېز اوسېدونکي د لارې تر خلاصېدو وروسته د خدماتو په تمه دي

Jun 16, 2019 - 18:34

کندهار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په پایله کې خاکرېز ولسوالۍ ته غځېدلې لار پرانیسته، اوس د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د خدماتو په تمه دي.

د کندهار- خاکرېز لار له شاوخو یو نیم کال راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا د ماینونو په وسیله تړل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې تازه پرانیستل شوې ده.

دغلته له تېرې یوې میاشتې راهیسې چاڼيز عملیات روان دي.

د دغې غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارې د تړل کېدو له امله یې سختې ورځې تېرې کړي او نه غواړي هغه ورځې بیا تکرار شي.

د خاکرېز ولسوالۍ د ډب خاکرېز سیمې اوسېدونکی سردار محمد پژواک خبری اژانس ته وویل، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې تړل شوې وې او ولسوالي محاصره وه.

دی زیاتوي، د لارې د تړل کېدو له امله د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو سختې ورځې وزغملې، خوراکي توکي نه پیدا کېدل، خلکو د اړتیا پر مهال تګ راتګ نه شو کولای او د همدې ستونزو له امله سلګونه کورنۍ کندهار ښار او نورو سیمو ته کډوالې شوې.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو لار خلاصه کړې، خو د دوی غوښتنه دا ده چې د لارې په اوږدو کې دې د خلکو د خوندیتوب په موخه امنیتي پوستې جوړې شي.

د ده په خبره، دوی نه غواړي بیا تېرو ورځو ته ستانه شي، ځکه سختې ورځې یې زغملې دي.

ده دا هم وویل چې د لارې د تړل کېدو له امله دغلته دولتي خدمات صفر شوي او دوی یې بیا پيل کېدو ته هیله مند دي.

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالاحد هم پژواک اژانس ته وویل چې د لارې د تړل کېدو له امله یې ډېرې سختۍ ګاللې دي.

هغه زیاته کړه، د اړتیا وړ توکي به یې په ډېر زحمت پر غرونو او نورو فرعي لارو راوړل، ځکه عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې وه.

دی زیاتوي، خلک د لارې خلاصون او د اوږدې محاصرې ماتېدو ته خوشحاله دي او له دولت څخه د خدماتو او مرستو په تمه دي.

دی وايي، د ولسوالۍ په کلینيک کې یې ډاکټران شته، خو درمل نشته، د ناروغ د لېږد رالېږد لپاره امبولانس نشته، د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی، حکومت دې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وايي، د پراخو ګډو عملیاتو په پایله کې یې لار خلاصه کړې او په اوږدو کې یې د خلکو د امنیت او خوندي تګ راتګ په موخه امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي او له دې وروسته پر دغه لار خلک ډاډه تګ راتګ کولای شي.

خو دی د ولسوالیو له اوسېدونکو غوښتنه کوي چې د امنیت د لا ښه خوندیتوب په موخه خپل ځوانان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ودروي، څو امنیت خوندي او دولت وکولای شي دوی ته خدمات وړاندې کړي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار والي حیات الله حیات د یوه ملکي او نظامي پلاوي په ملتیا دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و او له خلکو سره یې ژمنه کړې ده چې د حکومتولۍ درېدلې چارې به بېرته پيلوي.

امنیتي ځواکونو تر اوږد ځنډ وروسته داسې مهال د دغې ولسوالۍ د لارې خلاصولو لپاره عملیات وکړل چې اوسېدونکو یې په پر له پسې توګه اعتراضونه وکړل.

طالبانو د لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو موده مخکې يې څرګنده کړې وه چې د کندهار- خاکرېز لار یې د عام تګ راتګ لپاره نه، بلکې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه تړلې وه.

خاکرېز ولسوالۍ د کندهار ښار شمال ته د ۶۰ کیلومتره په واټن پرته ده چې په ځینو ساحو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement