جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): چارواکي او ځایي استوګن وايي، د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې د سيمه یيزې اردو له ځای پر ځای کېدو سره امنيت ښه شوی او دغه لړۍ به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په خوږياڼو، پچيراګام، هسکې مېنې، غني خېلو او اچين ولسواليو کې سيمه ييزه اردو ځای پر ځای شوې او تازه د دوو نورو (بټي کوټ او نازيان) ولسواليو لپاره هم د دې اردو پر تشکيلاتو کار روان دی.
سيمه ييزه اردو چې د اردو له ترخيص شوو سرتېرو او افسرانو جوړېږي، په هره سيمه کې چې يې اړتيا وليدل شي، د هماغې سيمې خلک په کې جذبېږي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د غبرګولي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه سيمه ييزه اردو ځای پر ځای شوې ده.
دی وايي: ((زموږ د محلي اردو تشکيلات په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه ټولي او پچيراګام، هسکې مېنې، اچين او غني خېلو کې يو يو ټولی رامنځته شوي دي.))
نوموړی وايي، په يادو ولسواليو کې امنيت تر پخوا ښه شوی او هڅه کېږي چې نورو ولسواليو ته هم ورته تشکيلات رامنځته شي.
د هغه په وينا، اوس د بټي کوټ او نازيانو ولسواليو لپاره د سيمه ييزې اردو په رامنځته کولو کار روان دی چې ډېر ژر به له روزنې وروسته ولسواليو ته ولېږل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر غړي او ځايي اوسېدونکي هم وايي چې په ولسواليو کې د محلي اردو ځای پر ځای کېدو امنيتي وضعيت ښه کړی دی.
د ننګرهار د شورا غړي اجمل عمر پژواک اژانس ته وويل، سيمه ييزه اردو په دې ښه تمامه شوې چې له يوې خوا د پوځ زړه تجربه لري او له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي دي له سيمې سره بلد دي.
دی غوښتنه کوي چې نورو ولسواليو کې هم بايد دغه تشکيلات رامنځته شي او د ولسواليو د امنيت ډېره برخه سيمه ييزې اردو ته وسپارل شي.
د پچيراګام ولسوالۍ يوه قومي مخور ملک تور هم ورته څرګندونې لري؛ خو غوښتنه کوي چې د دې تر څنګ بايد ولسي پاڅون کوونکي هم تقويه شي چې په ګډه امنيت وساتي.
دی وايي، په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزې اردو يو ټولی، درې ګروپه ولسي پاڅونوال، محلي پوليس، اردو او نور ځواکونه موجود دي چې په ښې همغږۍ يې امنيت تامين کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن