د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عالمان: د حکومت او ځينو سياسي جريانونو تر منځ اختلافات د خلکو په زيان دي

عالمان: د حکومت او ځينو سياسي جريانونو تر منځ اختلافات د خلکو په زيان دي

Jun 16, 2019 - 18:31

مزارشريف (پژواک، ۲۶غبرګولی ۹۸): د بلخ ديني عالمان وايي، د حکومت او يو شمېر سياسي جريانونو تر منځ د ملي مسايلو په اړه اختلافات د افغان ولس په زيان دي. 

دوی چې د غبرګولي په ۲۶مه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د حضرت علي(رض) په روضه کې راټول شوي وو، له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي.

ديني عالم مولوي  رحمت الله بزرګ پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، په دې وروستيو کې د حکومت او سياسي ګوندونو تر منځ راغلي جنجالونه د ولس په ګټه نه دي چې په وينا يې، دوى بايد له دا ډول ناندريو لاس واخلي.

ده زياته کړه، د واک پر سر د سياستوالو او حکومت تر منځ رامنځته شوی کړکېچ به هېواد له بحران سره مخامخ کړي او هم له يادو مخالفتونو يواځې د افغانستان دښمنانو ته ګټه رسېږي.

دی پر ټولو افغانانو غږ کوي چې خپلمنځي ستونزې دې خپلو کې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي همدا راز  په هېواد کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ روانه جګړه بې معنا وبلله او له طالبانو يې وغوښتل چې د جګړې پر ځای د خبرو مېز ته سره کېني.

ديني عالم سيد محسن حسيني پژواک ته وويل چې د دوى د راټولېدو موخه په هېواد کې له طالبانو سره د سولې خبرې دي چې بايد يوې پايلې ته ورسېږي.

نوموړی زياتوي، د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه د هيچا په ګټه نه ده او دوى د سولې غوښتونکي دي چې په وينا يې، افغانان  له جګړې ستړي شوي دي.

دی وايي، په  دولتي ادارو کې د حکومت له خوا د کنټرول  نه شتون،  بله هغه اندېښنه ده چې په خبره يې د  فساد ډېرېدو لامل شوې ده.

نوموړی زياتوي: ((په دولتي ادارو کې د فساد شتون علما اندېښمن کړي چې که يې مخه ونه نيول شي، خلک به يې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.))

هغه  له حکومت  څخه غواړي چې په دولتي ادارو او د  افرادو په ټاکلو کې دې عدالت په پام کې ونيسي.

حسيني وايي، په نړيواله کچه د افغانستان د سولې پروسه چټکه ده او د  سيمې د هېوادونو مرسته کولی شي  د سولې په برخه کې د افغانانو  هيلې را ژوندۍ کړي.

د ده په خبره، که طالبانو ته په راتلونکې کې د نظام په چارو کې برخه ور نه کړل شي، نو سوله هم نه شي راتلای.

دغه ديني عالم وايي: ((حکومت بايد په هر ډول چې کېږي، طالبان سولې ته حاضر کړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي)).

مولوي محمد حسن هم  په هېواد کې روانې ستونزې اندېښمن کړی او له حکومت  څخه غواړي  چې د ولس د ستونزو د هواري لپاره لاس په کار شي.

دی د سياسي احزابو او حکومت تر منځ راغلې ستونزې د ولس په زيان بولي او له دواړو خواوو غواړي چې خپلمنځي مشکلات دې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړی له طالبانو څخه په کلکه غواړي چې له جګړې لاس واخلي او له افغان  حکومت سره دې خبرو ته کېني .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement