کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د جنایي جرمونو، ترهګريزو فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي سکټور ناسته چې نن مخکې له غرمې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه او د امنیتي سکټور د رهبرۍ غړو هم په کې حضور درلود، د ننګرهار په شمول د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث وکړ.
سرچينه زياتوي، ملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو د مسوولینو له راپور اورېدو وروسته هغوی ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت د لا زیات امنیت ټینګښت او دغه ولایت کې د جنایي جرمونو، ټرورېسټي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي او د ملي امنیت شورا دفتر ته دې د خپلو اجرااتو په اړه عاجل راپور ورکړي.
سرچينه کامي، په دې جلسه کې له وطن د دفاع لار کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستایل شوې، د ګواښونو د له منځه وړلو او د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند ادارو ته هدایات ورکړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن