د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسلمیار: د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پر سر اختلاف د قانون جوړونې برخه فلج کړې

مسلمیار: د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پر سر اختلاف د قانون جوړونې برخه فلج کړې

Jun 16, 2019 - 18:45

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولی ٩٨): د مشرانو جرګې رییس د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر د وکیلانو د اختلاف د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دغه اختلاف دوام د ملي شورا د قانون جوړونې برخه فلج کړې ده.

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح شوې چې د ملي شورا د ۱۷ مې تقنینیي دورې د پرانیستې شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي او د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر د اختلاف له امله یاده جرګه تر اوسه اداري پلاوی نه لري او د ملي شورا د دوبي رخصتیو ته یوه میاشت وخت پاتې دی.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د ستونزې پرسره د راپورته شوي اختلاف د حل په موخه ددې جرګې نننۍ ۲۱ مه عمومي ناستې هم پایله نه لرله.

دغه اختلاف د ټاکنو په ورځ د جرګې د نصاب په اړه دی چې ځینې یې ۲۴۴ او یو شمېر نور یې ۲۴۷ کسان بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې دي.

دغه وضعیت د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو اندېښنې هم راپورته کړې دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ددې جرګې په عمومي ناسته کې د ولسي جرګې د اختلاف دوام د دولت او ملت په ګټه ونه باله او د مشرانو جرګې له رییس څخه یې وغوښتل چې ددې ستونزې د حل لپاره دې مداخله وکړي، څو رامنځته شوی بن بست رفع او د قانون جوړونې برخه بېرته فعاله شي.

دغه راز دوی وویل، د ملي شورا د ۱۷ مې دورې په پرانیستل کېدو ددې شورا د قانون جوړونې برخه فلج شوې ځکه ولسي جرګه رییس او اداري پلاوی نه لري چې قانوني چارو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې ده چې د بودیجې له طرحې پرته چې لومړى مشرانو جرګې ته او وروسته ولسي جرګې ته ځي تقنیني اسناد د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته لېږل کېږي.

 د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په خبره، تر اوسه دې جرګې ته له سلو ډېر تقنیني اسناد د برخلیک ټاکلو لپاره استول شوي، ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، او اړتیا ده چې ددغو وزارتونو لپاره نوماند وزیران د ولسمشر له خوا تر معرفي کېدو وروسته د ولسي جرګې باور رایه ترلاسه کوي.

 د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پرسر اختلاف د مشرانو جرګې چارې هم اغېزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د ملي شورا له پرانیستل کېدو وروسته له هغو څو تقنیني اسنادو پرته چې تېر کال د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته استول شوي مشرانو جرګې هېڅ تقنیني سند په خپله اجنډا کې نه دی شامل کړی او د شورا دغه برخه فلج شوې ده.

 د نوموړي په خبره، مشرانو جرګې په یاده موده کې چې یوازې دوه نورې دندې (د حکومت د کړنو څار او د خلکو استازيتوب) ترسره کړې او د قانون جوړونې په برخه کې یې هېڅ کار نه دی ترسره کړی.

 هغه په ولسي جرګه کې د رامنځته شوي اختلاف د حل لپاره د مداخلې په اړه د جرګې د غړو غوښتنې ته په اشاره وویل: ((هڅه کوم خو هیله من نه یم، ځکه دا کار د ولسي جرګې په تالار پورې اړه لري، مشرانو جرګې تر اوسه په دې برخه کې مداخله نه ده کړې خو تیار دی چې مشوره ورکړي، موږ په ولسي جرګه کې ددغه ډول وضعیت د رامنځته کېدو په اړه اندېښمن یو او د قانون له مخې هېڅ ارګان نه شي کولای چې د یوه تالار په داخلي چارو کې مداخله وکړي.))

 مسلمیار زیاته کړه، که میررحمان رحماني ګټونکی وي باید راشي او د ناستې مدیریت وکړي او که پوهېږي چې ګټونکی نه دی له دې زیات دې ناسته نه برمته کوي.

ده وویل چې د ملي شورا د ناستو د کاري ورځو پای ته ۳۵ ورځې پاتې دي او یاده جرګه باید ژر تر ژره خپل اختلافونه پای ته ورسوي او خپل کار پیل کړي.

د اساسي قانون له مخې، ټاکل شوې ملي شورا د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه خپله دوبنۍ  رخصتي پيل کړي.

 په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي میررحمان رحماني رسنیو ته وویل، د داخلي وظایفو د اصولو د ۷۱ مې مادې پر اساس نوموړی د ټاکنو ګټونکی دی.

 هغه له جزيیاتو پرته وویل، د ولسي جرګې دننه او بهر یوه ځانګړې کړۍ هڅول کېږي چې اختلافونو ته لمن ووهي.

 نوموړي زیاته کړه: ((له خپل دریځ څخه نه تېرېږم، د ملي مصلحت او ګټو له امله تر اوسه تالار ته نه یم تللی څو هغه دوستان چې مخالفت کوي قانون ته مراجعه وکړي او د داخلي وظایفو اصولو ته مراجعه وکړي.))

د نوموړي په خبره، د رامنځته شوو اختلافونو یوازینۍ حل لاره قانون او اصولو ته غاړه اېښودل دي.

 هغه دغه راز د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې هغو کسانو ته چې د اصولو او قانون مخالفت کوي نصیحت وکړي څو له دې زیات اختلافونو ته لمن ونه وهي.

دا په داسې حال کې ده چې د رحماني مخالفین ټینګار کوي چې رحماني ۵۰ سلنه جمع يوه رايه نه ده پوره کړې.

د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد وویل، د موضوع د روښانتیا لپاره باید د رحماني او اصولي تر منځ د ټاکنو انځوریز ارشیف د جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شي څو د هغې ورځې نصاب معلوم شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement