د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د هوا په ګرمېدو جګړې ډېرې شوې دي

کندهار کې د هوا په ګرمېدو جګړې ډېرې شوې دي

Jun 16, 2019 - 10:13

کندهار (پژواک، ٢٦ غبرګولی ۹۸): د کندهار اوسېدونکي وايي، وسله والو د هوا په ګرمېدو سره په کندهار کې جګړه تونده کړې ده او د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د جګړې او بریدونو ډېر زور د دغه ولایت په شمالي او سرحدي ولسوالیو کې دی.

وسله والو په تاکتیکي توګه د روژې په میاشت کې هدفي وژنو ته زور ورکړی و او په کندهار ښار کې به هره ورځ لږ تر لږه دوه یا درې ورته پېښې رامنځته کېدې خو اوس یې بیا مخامخ جګړه تونده کړې ده.

خلک وايي، په دغه ولایت کې هر کال جګړه داسې مهال زور اخلي چې د مېوو د حاصلاتو وخت نږدې کېږي چې هم ځاني او هم مالي زیانونه له ځان سره لري.

امنیتي چارواکي هم وايي په دغه ولایت کې له هغه وروسته د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی چې په پاکستان کې مدرسې رخصت شوې او ډېری طالبان یې د جګړې لپاه افغانستان ته راغلي دي.

اخترمحمد د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په همدې ولسوالۍ کې د انځرو باغ لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د روژې او اختر له تېرېدو وروسته په کندهار کې هوا ګرمه شوې چې ورسره جوخت د وسله والو له خوا جګړه هم تونده شوې ده.

هغه زیاته کړه، نږدې هره شپه د شاولیکوټ په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې وسله وال د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي او د دواړو لورو تر منځ ساعتونه ساعتونه جګړه روانه وي.

دی وايي، په دغو جګړو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي خو عام خلک هم ورڅخه خوندي نه دي.

د اخترمحمد په خبره، په دغو جګړو کې ډېر مهال نه یوازې دا چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، مالي زیان هم ور اوړي.

نوموړي زیاته کړه، دوبی په کندهار کې د مېوو د رسېدو موسم دی، خو له بده مرغه په دغه موسم کې جګړه هم زور اخلي.

په کندهار کې تر راتلونکو څو اوونیو د خټکیو، هندواڼو، انځرو، زردالو، انګورو او نورو مېوو د حاصل ټولولو وخت پیلېږي.

د خاکرېز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شازمان هم وايي، کله چې دغلته جګړه زور اخلي نو ډېر خلک یې عامو خلکو ته رسېږي؛ ځکه د جګړې له امله ډېر مهال عامې لارې تړل کېږي، د ماینونو د چاودنو خطرونه ډېرېږي چې له امله یې خلک په ډاډه زړه تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.

ده له پژواک سره په خبرو کې د خاکرېز ولسوالۍ د لارې یادونه وکړه چې وسله والو طالبانو تړلې وه او خلک ته یې پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول چې بیا امنیتي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې د عملیاتو په لړ کې پرانیسته.

دی هم وايي چې په شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین، میوند او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هره شپه د وسله والو او پولیسو تر منځ نښتې روانې وي.

د ده په خبره، دا چې د جګړې ډېر زور په ولسوالیو کې نو ډېر زیان یې هم د ولسوالیو اوسېدونکو ته اوړي.

شاه زمان وايي، د جګړو او بریدونو له امله نور د ولسوالیو د اوسېدونکو حوصله پای ته رسېدلې خو مجبور دي او په همدې سخت حالت کې یې هم خپل ژوند ته دوام ورکړی، ځکه خپل کورونه، کروندې او باغونه نه شي پرېښودای.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان هم وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ هره شپه د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو شاهدې وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د هوا له ګرمېدو سره پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي او جګړه یې ډېره کړې ده.

نوموړی دغلته د جګړې د ډېرېدا لامل په پاکستان کې د مدرسو رخصتېدل ګڼي او وايي ګڼ رخصت شوي طالبان د وسله والو له لیکو سره یو ځای شوي چې له امله یې تر پخوا جګړه تونده شوې ده.

هغه زیاته کړه، وسله وال نږدې هره شپه پر امنیتي پوستو بریدونه کوي خو امنیتي ځواکونو یې دفاع کړې ده.

ده تور پوري کړ چې د وسله والو د جګړې تنظیم او رهبري د پاکستان پوځ او استخبارات کوي خو په مخامخ جګړه کې افغانان ښکېل دي.

خو ده څرګنده کړه چې کله کله په لویو بریدونو کې پاکستاني پوځیان د وسله والو په نوم جګړه کوي او ډېر مهال یې جسدونه د جګړې په ډګر کې هم پاتې شوي دي.

د ده په وینا، د پاکستاني پوځ او استخباراتو کسان تر ډېره له وسله والو سره د ماینونو په جوړولو کې مرسته کوي.

خو دی وايي چې امنیتي ځواکونو هڅه کړې په بېلابېلو سیمو کې عملیات وکړي او مخکې له مخکې د وسله والو د بریدونو او فعالتیونو مخنیوی وکړي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن یحیی علوي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې وخت په وخت د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو شاولیکوټ، خاکرېز او میوند کې عملیات کړي څو وسله وال وځپي او د هغوی جګړه ییز پلانونه شنډ کړي.

هغه د بېلګې په توګه د شاولیکوټ د ځنګل سیمې عملیات یاد کړل چې څو میاشتې مخکې وشول او هلته یې د وسله والو مرکزونه، د روزنې ځایونه او پټنځایونه له منځه یووړل.

دغه راز هغه د خاکرېز د لارې خلاصولو او په ورته د توګه د کندهار- اروزګان لارې د خوندي کولو عملیاتو ته هم اشاره وکړه چې روان دي.

په خپله وسله والو طالبانو په کندهار کې د جګړې د ډېرولو په اړه تبصره نه ده کړې خو وايي، د الفتح په نوم یې په ټول افغانستان کې خپلو بریدونو او عملیاتو ته زور ورکړی دی.

له هغه وروسته چې د وسله والو بریدونه ډېر شوي د کندهار شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین او میوند او سرحدي ولسوالۍ ارغستان، سپين بولدک او ښورواک د جګړو شاهدې وي.

په دغو جګړو کې په وار وار لسګونو وسله والو او په خپله امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement