جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، پېښه نن سهار د جلال اباد ښار په نهمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د يو مسافر وړونکي مارسډيز او الټو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
دی وايي، په دې ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړو کې يوه ماشومه هم شامله ده او د ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.
د والي وياند زياتوي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او پوليسو يې څېړنه پيل کړې ده.
د جلال اباد- تورخم لويه لاره چې ګڼه ګوڼه پرې زياته او پراخوالی يې کم دی، ډېر کله د ورته ترافيکي پېښو شاهده وي.
له کلونو راهيسې د دې لارې پر دويم سړک د پاکستان هېواد له لوري کار روان دی؛ خو لا هم د ځينو ستونزو له امله سرته نه دی رسېدلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن