ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«پنځو زرو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې»

«پنځو زرو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې»

author avatar
17 Jun 2019 - 19:05
«پنځو زرو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې»
author avatar
17 Jun 2019 - 19:05

کابل (پژواک،۲۷ غبرګولی ۹۸): د لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنۍ د ثبت او ارزونې ادراه په داسې حال کې د خپل مسوولیت د ترسره کولو په برخه کې پر جدي اقدامونو ټینګار کوي چې د ځینو شنونکو په خبره یاده اداره باید د نه اغېزمنتیا له امله لغوه شي.

یاده اداره په ۱۳۸۸ کال کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت له لارې د مالي فساد د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.

ددې ادارې د رییس عبدالودود د معلوماتو له مخې، د ملي شورا غړي او ټول لومړۍ درجه لوړپوړي دولتي چارواکي باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

هغه وویل، د یادو چارواکو شتمنۍ د کار په جریان او د دندې د پرېښودو پر مهال څېړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که دغه چارواکو د دندې پر مهال تر خپل عاید ډېره پانګه ترلاسه کړې وي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

بشریار پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ادارې د جوړېدو راهیسې په داسې حال کې شاوخوا ۱۷ زرو لوړپوړو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ په دې اداره کې ثبت کړې چې ۲۲ زره پر شرایطو برابر کسان د شتمنۍ د ثبت پر شرایطو برابر دي.

هغه د لوړپوړو دولتي چارواکو دشتمنیو ثبت له فساد سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنه وبلله او ویې ویل: ((د هغو دولتي چارواکو معاشونه او بهرني سفرونه به وځنډول شي چې خپلې شتمنۍ له یادې ادارې سره نه ثبتوي.))

نوموړي د هغو کسانو نومونه یاد نه کړل چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې خو زیاته یې کړه، که چارواکي یې شتمنۍ ثبت نه کړي نومونه به یې له رسنیو سره شریک شي

نوموړي وویل، د دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت جدي نیول شوی او هېڅ دولتي چارواکی له دغه امر څخه مستثنا نه دی.

هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې تر اوسه له څومره چارواکو سره د شتمنۍ د ثبت پر اساس محاسبه شوې؟ وویل: ((د ۵۰۰ دولتي چارواکو شتمنۍ د یادې ادارې تر ارزونې لاندې ده او که سرغړونه پکې ولیدل شي سرغړوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي، تر اوسه د څو دولتي چارواکو معاشونه د سرغړونې له امله ځنډول شوي دي.))

بشریار په دې تړوا ډېر جزیات ورنکړل خو ویې ویل، د دغه بنسټ د څېړنو تر بشپړېدو وروسته له رسنیو سره ټول جزیات شریکوي.

خود چارو یو شمېر شنونکي دغه اداره اغېزمنه نه ګڼي او لغوه کېدو غوښتنه یې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.