ترینکوټ ( پژواک، ۲۷ غبرګولى ۹۸): د اروزګان يو شمېر اوسېدونکو د يوې اعتراضيه غونډې پرمهال په دغه ولايت کې وروستي عمليات خپلسري وبلل او د درېدو غوښتنه يې وکړه.
د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو درېیو ورځو راهيسې د امنیه قوماندان په مشرۍ پوځي عملیات (چاپې) وهل پیل شوي چې په ترڅ کې يې د امنيې قوماندانۍ پخوانی د امنیت امر، د لویې لارې د ساتنې کنډک قوماندان او یو شمېر نور کسان له وسلو او نورو توکو سره يو ځاى نيول شوي دي.
خو اعتراض کوونکي دغه چاپې د اروزګانيانو د نيولو لپاره سياسي دسيسې بولي او ټينګار کوي چې بايد ودرول شي.
د اعتراض کوونکو له ډلې قومي مشر معلم رحمت الله وويل چې وروستیو چاپو کې ټول هغه کسان نیول شوي چې ١٨ کاله د دولت په دفاع کې جنګېدلي او قربانۍ یې ورکړې دي.
هغه وایي، امنیتي چارواکي د دې پرځای چې هغوی وغواړي او ورسره شته ستونزه هوارې کړي، پر کورونو یې چاپې وهي او په بېلابېلو نومونو یې تورنوي.
دغه راز یو بل قومي مشر حاجې قسیم وایي چې د ملي یووالي حکومت له اروزګانیانو سره سیاسي لوبه کوي او په دې وروستیو کې د دغه ولایت د نفوذ لرونکو کسانو د نیولو لپاره يې چاپې پیل کړې دي.
اعتراض کوونکي ګواښ کوي چې که دولت په دغه ولایت کې د پخواني امنیتي مسوولینو او نفوذ لرونکو کسانو له نیولو څخه لاس وانخلي بدې پایلې به ولري.
همدارنګه په دغه اعتراضيه غونډه کې د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي د ولایت رهبري کمزورې او د حالاتو کابو کېدو کې پاتې وبلله.
هغه وویل، تردې وروسته چې هرڅه ناوړه حالت رامنځته کیږي، مسوولیت به یې د دولتي کسانو پر غاړه وي،ځکه دولت په لوی لاس سیمه طالبانو ته خوشې کوي او د طالب ضد کسان نیسي.
بل لورته د يادو څرګندونو په اړه د اروزګان د امنيې قوماندانۍ او ولايت مقام چارواکو له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن