ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ اختلاف ښايي سبا د رایې ورکولو له لارې حل شي

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ اختلاف ښايي سبا د رایې ورکولو له لارې حل شي

author avatar
17 Jun 2019 - 16:46
د ولسي جرګې د غړو ترمنځ اختلاف ښايي سبا د رایې ورکولو له لارې حل شي
author avatar
17 Jun 2019 - 16:46

 

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸): سبا به هغه مهال د ولسي جرګې د رییس ټاکلو د یوې جنجالي رایې سم او ناسموالی معلوم شي چې جرګه لومړی د ټاکنو پر علني او سري والي هوکړه وکړي.

د ملي شورا د ۱۷مې تقننیني دورې له د پرانیستې شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي خو تر اوسه د ریاست ټاکنو په اړه د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د اختلاف له امله یاده جرګه رییس او اداري پلاوی نه لري.

د ولسي جرګې د ریاست تېرې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ د دې جرګې د نصاب په اړه اختلاف لري، ځیني یې ۲۴۴ او ځیني نور یې ۲۴۷ بولي.

که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وي، بریالی نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لري خو که نصاب ۲۴۷ کسان وي بریالی نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي.

رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې خو پلویان یې وايي چې د نوموړي یوه رایه د موقت رییس له خوا په داسې حال کې باطله اعلان شوې چې په حقیقت کې باطله نه وه، خو نور بیا دغه رایه باطله ګڼي او وايي، دغه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې ده.

تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره درې پلاوي ټاکل شوي خو ستونزه یې نه ده حل کړې.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي نعمت الله کریاب د نننۍ ناستې له پای ته رسېدو وروسته رسنیو ته وویل، د دواړو لورو (اصولي او رحماني) په ګډون د جرګې ډېری غړو موافقه وکړه چې سبا به د ټاکنو له لارې د جنجالي رايې د سم او ناسموالي پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړه، سبا د جرګې غړي لومړی دا تصمیم نیسي چې دغه ټاکنې باید علني او که سري وي او وروسته رایې ورکونې ته ځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((نه یوازې دواړو لورو، بلکې د جرګې ټولو غړو موافقه وکړه چې دغه اختلافات پای ته ورسول شي او سبا د باطلې شوې رایې په اړه رایې اچونه کېږي.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان هم وویل: ((هیله من یم چې سبا اختلافات حل شي، ټول وکیلان له دغه وضعیت څخه ستړي دي.))

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((مخکې یوه لوري په سري او بل پر علني ټاکنو ټينګار درلود موږ وړاندیز وکړ چې د اصولو مطابق باید ټاکنې سري وي، خو د علني ټاکنو لپاره باید لومړی د ناستې دوه ثلثه کسان د شنو کارتونو په پورته کولو موافقه وکړي چې رایې ورکول دې علني وي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.