ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ټاکنیز کمپاین لپاره د زندانیانو خوشي کول به ګتور نه وي

عبدالله: د ټاکنیز کمپاین لپاره د زندانیانو خوشي کول به ګتور نه وي

author avatar
17 Jun 2019 - 14:47
عبدالله: د ټاکنیز کمپاین لپاره د زندانیانو خوشي کول به ګتور نه وي
author avatar
17 Jun 2019 - 14:47

 

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان حکومت له خوا د طالبانو خوشي کول په هېواد کې د سولې د ټینګښت په موخه ښه نیت وباله خو ویې ویل، که دغه اقدام د ټاکنیز کمپاین لپاره ترسره شي، ګټه به ونه لري.

عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د وزیرانو شورا ناستې ته وویل، د طالبانو خوشي کېدل د سولې بهیر د پرمختګ او ښه نیت لپاره ترسره شوي، هیله ده چې کمپایني بڼه ونه لري.

هغه زیاته کړه، د بندیانو خوشي کېدل باید ټاکنیزه بڼه ونه لري کنه خپل اصلي اغېز له لاسه ورکوي، خو ټاکنیزو حساسیتونو ته په کتو باید کاري لارې ته بیا کتنه وشي څو ټاکنیز شکل غوره نه کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((دې ته په پام چې په هېواد کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده، زموږ اراده دا نه ده چې زرګونه کسان ټول عمر په زندان کې پاتې شي او یا جګړه دوام وکړي.))

هغه د اندېښنې په څرګندولو وویل، تر اوسه د خلکو د هیلې مطابق سولې ته کار نه دی شوی خو په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د سولې د ټينګښت لپاره ورځ تر بلې لېوالتیا زیاتېږي.

هغه روښانه کړه: ((د افغان سولې د بهیر د ملاتړ او ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د سیمې عمومي اجماع موجوده ده چې دا زموږ د هېواد لپاره غوره فرصت دی، په دې اجماع سره کولای شو پر طالبانو او پلویانو یې لازم فشار راوړو څو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.))

عبدالله د سولې د بهیر په اړه رامنځته شوې اجماع یو مناسب فرصت وباله او ویې ویل، سوله په یو کس پورې اړه نه لري او هېڅوک نه شي کولای په یوازې ځان د سولې اتل شي، هېوادوال سوله غواړي او د سولې د ټینګښت په برخه کې باید د خلکو ښه استازيتوب وشي.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ولسمشرۍ ټاکنو ته د تقویتي نوم لیکنې بهیر پیلېدو ته په اشاره وویل، ټول امنیتي او په ټاکنو پورې اړوند بنسټونه دنده لري چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د تقویتي نوم لیکنې په برخه کې نږدې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.