ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ښځو په ګډون ۶۰۰ کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول

هلمند کې د ښځو په ګډون ۶۰۰ کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول

author avatar
17 Jun 2019 - 16:53
هلمند کې د ښځو په ګډون ۶۰۰ کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول
author avatar
17 Jun 2019 - 16:53

لښګرګاه (پژواک، ۲٧ غبرګولی ۹۸ ): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ١٥٠ ښځو په ګډون شپږ سوه کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صديق الله خالقي وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې يادو کسانو ته د حجاب ګنډلو، نجارۍ، مبايل او موټرسايکل جوړولو په برخو کې زده کړې ورکول شوې دي.

ده زياته کړه: ((دغو څه باندې شپږ سوه کسانو ته چې ١٥٠ يې ښځي دي، د اېم سي موسسې په همکارۍ حرفوي زده کړې ورکړل شوې.))

د خالقي په وينا، ټولو فارغ شوو کسانو ته اړين وسايل هم ورکړل شول رڅو په کار ترې ګټه واخلي.

همدارنګه په دې غونډه کې د اېم سي موسسې مشر عمر شريف وويل چې له ٢٠١١ کال راهيسې دوى په هلمند کې ښځو او سړو ته د حرفوي زده کړو زمينه  برابره کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((ښه حرفوي استادان مې هم ورته ګومارلي دي، څو زده کوونکو ته سمې زده کړې ورکړي او زموږ دغه پروسه اوس هم روانه ده.))

په ورته وخت کې فارغې شوې جميلې پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې په دغه کورس کې د حجاب کنډلو په برخه کې زده کړې کړې دي.

جميله وايي: ((مخکې بېکاره وم، د کور د اړتیا پوره کېدو کس مو هم نه درلود، نو هوډ مې وکړ چې په اېم سي موسسه کې حجاب دوزي زده کړم چې اوس فارغه شوم، له دې وروسته به عملي کار شروع کړم او له لارې به یې خپل کورني مشکلات حل کړم.))

د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه نوي فارغ شوي کسان بايد له زده کړي کسب څخه پوره پوره ګټه پورته کړي.

والي د هلمند له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د بېکارۍ او ناپوهۍ د له منځه وړو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د يادونې ده، د هلمند تر څنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم سلګونه زره ځوانان وزګاره دي چې له ډېرې مجبورۍ ځيني يې د دولت له وسله والو مخالفينو سره هم يوځاى کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.