کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸) : ولسمشر اشرف غنی د بریتانیا لومړې وزیرې سره پر سولې پروسې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو خبرې وکړې او هغې د افغانانو په مشرې او مالکیت دسولې پروسې ملاتړ وکړ.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن په لدندن کې د برتانیې لومړۍ وزیرې اغلې ترزامي سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا یې بحث او خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني افغانستان سره د برتانیې د دوامداره همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییز ې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیې حکومت رول مهم او ارزښتناک دی.
هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست ټاکنې به پر ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.
د بریتانیالومړې وزیرې ترزامي ولسمشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه پر ملاتړ سربېره د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ایجاد هڅې او ملاتړ کوي.
نوموړې زیاته کړه، د برتانیې حکومت په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او تعهداتو ته دوام ورکړي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن