د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«پنځو زرو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې»

«پنځو زرو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې»

Jun 17, 2019 - 19:05

کابل (پژواک،۲۷ غبرګولی ۹۸): د لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنۍ د ثبت او ارزونې ادراه په داسې حال کې د خپل مسوولیت د ترسره کولو په برخه کې پر جدي اقدامونو ټینګار کوي چې د ځینو شنونکو په خبره یاده اداره باید د نه اغېزمنتیا له امله لغوه شي.

یاده اداره په ۱۳۸۸ کال کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت له لارې د مالي فساد د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.

ددې ادارې د رییس عبدالودود د معلوماتو له مخې، د ملي شورا غړي او ټول لومړۍ درجه لوړپوړي دولتي چارواکي باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

هغه وویل، د یادو چارواکو شتمنۍ د کار په جریان او د دندې د پرېښودو پر مهال څېړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که دغه چارواکو د دندې پر مهال تر خپل عاید ډېره پانګه ترلاسه کړې وي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

بشریار پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ادارې د جوړېدو راهیسې په داسې حال کې شاوخوا ۱۷ زرو لوړپوړو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ په دې اداره کې ثبت کړې چې ۲۲ زره پر شرایطو برابر کسان د شتمنۍ د ثبت پر شرایطو برابر دي.

هغه د لوړپوړو دولتي چارواکو دشتمنیو ثبت له فساد سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنه وبلله او ویې ویل: ((د هغو دولتي چارواکو معاشونه او بهرني سفرونه به وځنډول شي چې خپلې شتمنۍ له یادې ادارې سره نه ثبتوي.))

نوموړي د هغو کسانو نومونه یاد نه کړل چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې خو زیاته یې کړه، که چارواکي یې شتمنۍ ثبت نه کړي نومونه به یې له رسنیو سره شریک شي

نوموړي وویل، د دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت جدي نیول شوی او هېڅ دولتي چارواکی له دغه امر څخه مستثنا نه دی.

هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې تر اوسه له څومره چارواکو سره د شتمنۍ د ثبت پر اساس محاسبه شوې؟ وویل: ((د ۵۰۰ دولتي چارواکو شتمنۍ د یادې ادارې تر ارزونې لاندې ده او که سرغړونه پکې ولیدل شي سرغړوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي، تر اوسه د څو دولتي چارواکو معاشونه د سرغړونې له امله ځنډول شوي دي.))

بشریار په دې تړوا ډېر جزیات ورنکړل خو ویې ویل، د دغه بنسټ د څېړنو تر بشپړېدو وروسته له رسنیو سره ټول جزیات شریکوي.

خود چارو یو شمېر شنونکي دغه اداره اغېزمنه نه ګڼي او لغوه کېدو غوښتنه یې کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ډاکتر رمضان بشردوست ددې ادارې پر فعالیتونو د نیوکې تر څنک وویل، که څه هم د ځینو دولتي چارواکو پانګې له اندازې ډېرې زیاتې شوې خو یاده اداره نه ده توانېدلې چې له دغو چارواکو پوښتنه وکړي.

هغه ددې ادارې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((دې ادارې د بیت المال پیسې حیف او میل کړې او باید لغوه شي او لګښتونه یې پر غریبانو ووېشل شي.))

دغه راز بشردوست ادعا وکړه چې زیاتره چارواکو د خپلو شتمنیو د ثبت فورمو د ډکولو پر مهال درغلي کړې او اصلي شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې.

هغه ادعا وکړه: ((د وکیلانو له ډلې په تېره دوره کې یوازې ما او بکتاش سیاوش خپلې شتمنې ثبت کړې وې.))

خو د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کندهار د خلکو استازې شکیبا هاشمي وویل، کله چې د ولسي جرګې وکیله شوې وه خپله شتمني یې ثبت کړې وه.

هغې هم زیاته کړه، د ولسي جرګې د تېرې دورې ډېری غړو خپلې شتمنۍ نه وې ثبت کړې.

د هاشمي په خبره، تېره کال محدودو وکیلانو هغه مهال خپلې شتمنۍ ثبت کړې چې ولسمشر یې د شتمنیو د نه ثبت په صورت کې د معاشونو او امتیازونو فرمان صادر کړ.

خو هغې زیاته کړه، ددغه فرمان له صادرېدو وروسته هم د وکیلانو معاشونه او امتیازونه قطع نه شول.

شکېبا هاشمي هم د شتمنیو د ثبت اداره ناکاره وبلله او ویې ویل، دې ادارې له هېڅ سرغړوونکي سره د حساب د پاکولو اقدام نه دی کړی.

دغه راز د کابل پوهنتون استاد خلیل شنکر هم یاده اداره په کم کارۍ او چارواکو ته د جوال د خولې پر نیولو تورنه کړه او ویې ویل، دغه اداره له جوړېدو تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

هغه زیاته کړه: ((داسې چارواکي شته چې پر بایسکل راغلل خو په لنډکروزر موټرونو کې لاړل، چا ترې پوښتنه وکړه؛ کله چې دا اداره د دولتي چارواکو د بادراوړیو شتمنیو د څېړلو توان نه لري باید لغوه شي.))

هغه له جزیاتو پرته وویل، ډېری هغه ادارې چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي د فساد په ترویج کوونکو ادارو بدلې شوې دي. نوموړي په دې اړه د کومې ادارې نوم یاد نه کړ.

شنکر زیاته کړه: ((یو شمېر چارواکي ځکه نه غواړي چې شتمني یې ثبت کړي چې ددې معلوماتو څخه په استفاده ګواښل کېږي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement