ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د  محکمې پر مهال مړ شوی

د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د محکمې پر مهال مړ شوی

author avatar
17 Jun 2019 - 21:35
د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د  محکمې پر مهال مړ شوی
author avatar
17 Jun 2019 - 21:35

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸) : د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د محکمې پر مهال ناڅاپه غورځیدلی او مړ شوی دی.

الجزیرې تلویوزیون د مصر ددولتي تلویزیون په حواله خبر ورکړی، چې نن د غبرګولي په ۲۷مه، په قاهره کې د یوې محکمې پر مهال  ناڅاپه  بې هوښه شوی پر ځمکه غورځیدلی او د ۶۷ کلونو په  عمر کې مړ شوی دی.

مرسي چې د مصر د اخوان المسلمین ډلې مشر هم و، په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د مصر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د رڼو ټاکنو په ترڅ کې یې بریا خپله کړه او د مصر لومړنی منتخب ولسمشر شو.

خو یوه کال وروسته اوسنی ولسمشر چې هغه مهال د پوځ مشر و، پر مرسي کودتا یې وکړه، لسګونه پلویان یې ورته ووژل ، ګڼ شمیر مشران یې اعدام او نور یې زندان ته واچول.

د راپورونو له مخې نن پر هغه د جاسوسۍ د یوې قضیې محکمه روانه وه، چې ناڅاپه هغه بې هوښه شوی ، خو روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې ده.

الجزیرې خبر ورکړی، چې د محکمې پر مهال هغه له قاضي سره ۲۰ دقیقې خبرې هم کړې او بیا بې هوښه شوی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.