کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸) : د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د محکمې پر مهال ناڅاپه غورځیدلی او مړ شوی دی.
الجزیرې تلویوزیون د مصر ددولتي تلویزیون په حواله خبر ورکړی، چې نن د غبرګولي په ۲۷مه، په قاهره کې د یوې محکمې پر مهال ناڅاپه بې هوښه شوی پر ځمکه غورځیدلی او د ۶۷ کلونو په عمر کې مړ شوی دی.
مرسي چې د مصر د اخوان المسلمین ډلې مشر هم و، په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د مصر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د رڼو ټاکنو په ترڅ کې یې بریا خپله کړه او د مصر لومړنی منتخب ولسمشر شو.
خو یوه کال وروسته اوسنی ولسمشر چې هغه مهال د پوځ مشر و، پر مرسي کودتا یې وکړه، لسګونه پلویان یې ورته ووژل ، ګڼ شمیر مشران یې اعدام او نور یې زندان ته واچول.
د راپورونو له مخې نن پر هغه د جاسوسۍ د یوې قضیې محکمه روانه وه، چې ناڅاپه هغه بې هوښه شوی ، خو روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې ده.
الجزیرې خبر ورکړی، چې د محکمې پر مهال هغه له قاضي سره ۲۰ دقیقې خبرې هم کړې او بیا بې هوښه شوی دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن