جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار جنګ ځپلې ولسوالۍ بټي کوټ کې د ۲۱ ښوونځيو په ګډون د پوهنې، کرنې، کليو پراختيا او يو شمېر نورو برخو کې د رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، دا پروژې د سکتوري رياست په مشرۍ د کليو پراختيا، پوهنې او کرنې رياستونو له لوري پلې کېږي.
د دغو پروژو د بنسټ ډبرې د غبرګولي په ۲۷مه دې ولسوالۍ ته د يو شمېر رييسانو د سفر پر مهال کېښودل شوې چې ځايي خلکو د هرکلي تر څنګ په خپلو سيمو کې د امنيت غوښتنه هم وکړه.
د ننګرهار سکتوري رييس فضل ربي حميم د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دا پروژې د ولسمشر د هغې ژمنې له مخې پیلېږي چې د ننګرهار له خلکو سره يې کړې وه.
نوموړی زياتوي، په دغو پروژو کې ۲۱ ښوونځي، ۱۴ کيلومتره سړک، ۱۲۰۰ متره استنادي دېوال او ۲۴ څاګانې دي چې د راتلونکو څو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وويل، يادې پروژې د ولسي تړون برنامې له لارې پلې کېږي چې تر ډېره د ولس په خوښه او د هغوی د اړتيا مطابق پلان شوې دي.
دی وايي، ښوونځي د پوهنې وزارت د اقراء برنامې يوه برخه ده چې په رغېدو سره به يې د سيمې زرګونه زده کوونکي چې اوس تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، د ښوونځي له ودانۍ به برخمن شي.
بلخوا په ختيځ زون کې د ولسي تړون پروګرام مسوول زاهدالله وويل چې د دغو ۲۱ ښوونځيو په رغولو به د حکومت ۱۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او د نورو پروژو لګښت به د کار له بشپړېدو وروسته په ډاګه شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل چې پر يادو ښوونځيو سربېره به سږکال په دې ولسوالۍ کې د ښځو ښوونکو د روزنې يو مرکز هم جوړ شي او ښوونکو ته به د ښارګوټي د وېش چارې هم پيل شي.
د سيمې خلک که څه هم د دغو پروژو له پيله خوښ دي؛ خو وايي، په سيمه کې يې امنيت تر ټولو مهم کار دی چې بايد حکومت ورته توجه وکړي.
د ملک محمد په نوم يو قومي مشر وويل، د کرنې، بيارغونې، پوهنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې د دې ولسوالۍ خلک لا نورو پروژو ته اړتيا لري.
دی وايي، پر دې سربېره حکومت بايد د سيمې د امنيت لپاره هم کار وکړي؛ ځکه وايي، اوس امنيت تر ډېره ولسي پاڅون کوونکو تامين کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن