ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اتو ورځو کې ۴۳زره رایې ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده

په اتو ورځو کې ۴۳زره رایې ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده

author avatar
17 Jun 2019 - 15:28
په اتو ورځو کې ۴۳زره رایې ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده
author avatar
17 Jun 2019 - 15:28

 

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ٩٨): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تقویتي نوم لیکنې له پیله د غبرګولي تر ۲۵مې نېټې پورې ۴۳زرو کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې ۲۰ ورځنی بهیر د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د ټول هېواد په کچه په ۷۰۰ مرکزونو کې پیل شوی دی.

په دغه بهیر کې هغه کسان چې په تېرو ټاکنو کې یې نوم لیکنه نه وي کړې، تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړی او یا یې په تېرو ټاکنو کې پر پېژندپاڼو لګول شوی سټېکر خراب شوی وي نوم لیکنه کوي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاندې شیما سروش پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بهیر له پیله د غبرګولي تر ۲۵مې نږدې ۲۷زره نارینه وو، ۱۴زره ښځو او له ۳۷۰ ډېرو کوچیانو نوم لیکنه کړې ده.

دی وايي، پر یادو شمېرو سربېره نږدې ۲۰۶۰ کسانو په غزني ولایت کې نوم لیکنه کړې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې شاوخوا اته میاشتې مخکې ترسره شوې خو په غزني کې د ټاکنو د څرنګوالي پر سر د دغه ولایت د اوسېدونکو د اختلاف له امله ترسره نه شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له همدې امله په غزني کې د نوم لیکنې ډېر (۲۴۷) مرکزونه جوړ شوي چې له دې جملې ۱۴۳ یې تر اوسه د امنیتي ستونزو او نورو لاملونو له امله غیر فعال دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هېواد په نورو ولایتونو کې د نوم لیکنې له ټولو ۴۵۸ مرکزونو څخه ۴۱۷ یې فعال او پاتې مرکزونه د امنیتي ستونزو، لازمو موادو د نه رسېدو او یا د معارف لخوا د ښوونځیو په داخل کې د نوم لیکنې د مرکز فعالیت ته د اجازې نه ورکولو له امله غیر فعال دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.