ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د یو کال په موده کې د کابل لس زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

​د یو کال په موده کې د کابل لس زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

author avatar
17 Jun 2019 - 17:00
​د یو کال په موده کې د کابل لس زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
author avatar
17 Jun 2019 - 17:00

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): د کابل والي وايي، په يو کال کې په دغه ولايت کې نږدې لس زره جريبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې او دغه لړۍ دوام لري.

نن د کابل ولايت په مقر کې د دغه ولايت د والي او ځينو چارواکو او دغه راز د کابل د ولسوالانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د کابل والي محمد یعقوب حیدری وويل دا غونډه ځکه جوړه شوې چې ولسوالان د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په موخه له جوړ شوي کمېسيون سره اړينې مرستې وکړي.

ده وويل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت او د ملې يووالي حکومت په پيل کې د کابل په بېلابېلو سيمو کې ۸۵زره جریبه ځمکه غصب شوې وه.

د کابل د والي د معلومات له مخې، د يادو ځمکو ډېره برخه د کابل ولایت په شپږو ولسواليو (چهار اسیاب، ده سبز، بګرامي، شکر دره، پغمان او قره باغ) کې غصب شوې ده.

دى وايي چې له يو کال راهيسې له دغو ځمکو څخه ۹۸۶۵ جريبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې ده.

ده وويل چې اوس يو کمېسيون جوړ شوى او د کمېسيون غړي به د کابل بېلابېلو سيمو ته سفرونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون به د اړوند ولسوالانو په مرسته غصب شوې او سپینې ځمکې په نښه او د خلکو له خوا جعلی جوړې شوې عرفي اسناد وڅېړي.

د کابل والی وویل چې د معاملاتو دفترونو، د کلي ملکان او هر هغه کسان مجرمين دي چې په دغو اسنادو کې يې ټاپې لګولې او په جوړولو کې مرسته کړې ده.

دى وايي چې دغه کسان به هم د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د سرچینې د معلومات له مخې، ۶۰۰۰ جریبه سپینه ځمکه د کابل ولایت په ښار او ۴۰۰زره جریبه سپینه ځمکه د کابل په ولسوالیو کې شته او که مخه يې ونه نيول شي، زورواکان به يې غصب کړي.

دى وايي، د هغو کسانو نوملړ شته چې په کابل کې يې ځمکې غصب کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.