کابل (پژواک، ۲۷غبرګولی ۹۸): د عامې روغتیا وزارت د هېوادواالو ترمنځ د وینې ورکړې دود د بنسټیزکېدو په اړه خوښې وښوده ویې ویل چې په وروستیوکلنوکې د هېواد په کچه د وینې ورکړه زیاته شوې او د یو دود بڼه یې غوره کړې ده.
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د روغتیايی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال نن په هغو مراسمو کې د چې د وینې ورکړې نړیوالې ورځې په مناسبت ( د ټولو لپاره خوندي وینې) ترنوم لاندې جوړشوي وو، وویل چې پخوا کلونه د وینې ورکړې او د زیان اوګټې په اړه د خلکو پوهاوي کچه ټيټه وه، خو تېرکال دا کچه لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((په ۱۳۹۵کال کې د وینې ورکړه ۱۷۰زرو یونټو، ۱۳۹۶کال کې ۱۹۰زرو یونټواو ۱۳۹۷کال کې ۲۱۰ زرو یونټو له رسېدلې ده.))
د روغتیایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، هریونټ د ۴۵۰ سي سي وینې معادل دی.
پیکان، له هېوادوالو د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې خلک د انسان په ژوند کې د وینې په ارزښت پوه شوي دي او پرته له مادي غوښتنې د وینې مرکزي بانک څانګو او د دې بانک ګرځنده ډلو ته مراجعه کوي او د خپلوهېوادوالو ژغورنې لپاره وینه ورکوي.
نوموړي په دې اړه چې ځینې خلک په خپل سر له بل تن څخه وینه ترلاسه کوي، وویل چې له یوشخص بل شخص ته د وینې لېږد باید د معالج ډاکټربه مشوره ترسره شي؛ ځکه په ناروغۍ د اخته کس وینه چې خپله هم نه پوهېږي ، بل کس ته د ویروس لېږد لامل ګرځي.
د معالجوي طب عمومي مشرمحب الله ځیر د وینې ورکړه یو اسلامي او انساني عمل بولي، ويې ویل چې د وینې ورکړه د انسان روغتیا ته ګټه لري او اړتیا ده چې هرکس په کال کې، لږ ترلږه دوه ځله وینه ورکړي.
۱۳کلنه تنازچې د وینې کمښت په ناروغۍ اخته ده، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له څوکلنو راهيسې د وینې ترلاسه کولو لپاره د ویني مرکزي بانک ته مراجعه کوي.
نوموړې له هغوکسانو چې وینه یې ورکړې او یا له دې وروسته وینه ورکوي، وویل: ((ستاسو هر څاڅکی وینه زموږ لپاره د ژوند زیری دی.))
په افغانستان کې د نړۍ روغتيايي سازمان مشرریچارډ پیپرکانټ وویل چې نن د وینې ورکړې نړیواله ورځ ده دا ورځ په افغانستان کې هم د یو ښه شعارتر نوم لاندې نمانځل کېږي.
هغه ټینکاروکړ چې افغانان خورا پیاوړي انسانان دي او کولی شي خپل هېوادوالو ته وینه ورکړي.
د وینې مرکزي بانک مشرعنایت الله هاشمي هم وویل: ((په دې وروستیو کې زیات شمېرخلک د وینې ورکولو لپاره مراجعه کوي، چې د وینې کمښت ستونزه هواره شوې ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن