ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د تېلو پر دوو ټانکرونو اورلګېدنې له امله د کابل- شمال لویه لار تړل شوې ده

بغلان کې د تېلو پر دوو ټانکرونو اورلګېدنې له امله د کابل- شمال لویه لار تړل شوې ده

author avatar
18 Jun 2019 - 11:55
بغلان کې د تېلو پر دوو ټانکرونو اورلګېدنې له امله د کابل- شمال لویه لار تړل شوې ده
author avatar
18 Jun 2019 - 11:55

پلخمري (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): په بغلان کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د تېلو دوو ټانکرونو اور اخيستى چې له امله يې د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو د ډنډغوري په سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

د هغه په وينا، د دغه بريد له امله د تېلو يوه ټانکر اور اخيستى چې په ترڅ کې يې د کابل- مزارشريف لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: ((له ټانکر څخه اور پورته کېږي نو ځکه د موقت وخت لپاره لار بنده ده.))

د بشارت په خبره چې د اور وژنې ډله سيمې ته رسېدلې او ډېر ژر به لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

خو بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په سيمه کې دوو ټانکرونو اور اخيستى دى.

هغه وايي: ((دوه ځايه اور بل دى، دوو ټانکرونو اور اخيستى، لويه لار بنده ده، دواړو خواوو ته سلګونه موټر ولاړ دي او خلک په سخت مشکل کې دي.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کابل- شمال پر لويه لار د ټانکرونو سوځولو پېښې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.