ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ ښار د امنيه قوماندان او اعتراض کوونکو ترمنځ له شخړې وروسته وتړل شو

ترينکوټ ښار د امنيه قوماندان او اعتراض کوونکو ترمنځ له شخړې وروسته وتړل شو

author avatar
18 Jun 2019 - 18:57
ترينکوټ ښار د امنيه قوماندان او اعتراض کوونکو ترمنځ له شخړې وروسته وتړل شو
author avatar
18 Jun 2019 - 18:57

ترینکوټ ( پژواک، ۲۸ غبرګولى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د اعتراض کوونکو او امنیه قوماندان تر منځ له لفظي او فزیکي شخړې وروسته ترینکوټ ښار وتړل شو او دا مهال يې پوځي بڼه خپله کړې ده.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ په تېرو څو ورځو کې ترینکوټ کې د پوځي عملیاتو (چاپو) پرمهال د امنیې قوماندانۍ پخوانی د امنیت امر او د لویې لارې د ساتنې کنډک د مخکني قوماندان په ګډون لسګونه کسان نیولي دي.

د اروزګان ولايت سلګونو اوسېدونکو نن په دويمه ورځ هم د يوې اعتراضيې غونډې پر مهال له حکومته د نيول شويو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او ويل يې، حکومت هغه کسان نیولي چې اروزګان یې د وسله والو مخالفينوله  لاسته لوېدو ژغورلى دى.

عيني شاهدان وايي چې نن له غرمې وروسته په شاخوا پنځه نيمو بجو د اروزګان د امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري او اعتراض کوونکو تر منځ لفظي او فزيکي شخړه وشوه او ورپسې د ترينکوټ ښار وتړل شو.

هغوى وايي چې دا مهال د ښار په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر اعتراض کوونکي له وسلو سره ځاى پر ځاى شوي دي.  

خو د اروزګان د والي دفتر په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دا مهال د ترينکوټ وضعيت په کنټرول کې دى او اعتراض کوونکي له ولايتي چارواکو سره په خبرو بوخت دي. 

له اعتراض کوونکو څخه د محمدقسيم په نوم يو تن پژواک ته وويل چې له امنيه قوماندان سره تر شخړې وروسته يو شمېر نور اعتراض کوونکي هم د ترينکوټ ښار ته ننوتي تر څو حکومت يې غوښتنه ومني.

هغه وايي، دوى ځکه اعتراض کوي چې امنيه قوماندانۍ بې ګناه او نفوذ لرونکي کسان نيولي او بايد خوشي يې کړي.   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.